له متحده عربي اماراتو ۲۱ افغان بندیان راخوشې شول

عزم(یکشنبه،۰۵، سلواغه ۱۳۹۹): د بهرنیو چارو وزارت وايي، د متحده عربي اماراتو په دبۍ ښار کې ۲۱ افغان بندیان په دبۍ کې د افغان جنرال قونسلګرۍ په همکارۍ راخوشې شوي شول.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد افغان بندیان د بهرنیو چارو وزارت په مالي ملاتړ نن هېواد ته راستانه شول.

د خبرپاڼې له مخې، د بهرنیو چارو وزارت په هلو ځلو د دغه هېواد له زندانونو تراوسه ۲۱۰افغان بندیان راخوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي، چې راخوشې شوي بندیان په متحده عربي اماراتو کې په کوم جرم نیول شوي وو.

د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې زرګونه افغانان په بېلابېلو جرمونو بندیان دي، چې د افغان حکومت د بې غورۍ له امله ډېر کم بندیان خوشې شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: