قلموال او فرهنګي خضر

سعد كټوازی

ښايي هغه به د خونړيو انقلابي څپو رامنځته كړو شرائطو دېته اړ كړی وه چې ډېر ښكاره نشي، ډېر ونه پېژندل شي او ډېر څوك يې له سياسي، ژورنالستي او ادبي ژورتيا او نبوغ څخه گټه پورته نكړای شي.
ای كاش ! د بهېدلو وينو او خولو تول او حساب يو څه پر وخت كېدلای، پر لاره تېر شوي څو پر وينو رنگ زاړه پلونه او د مطمئن منډې او هلي ځلې به مو كتلې او تللې وې، څو مو پرې هغه د خپل شعر په دې بيت كې دروغجن ثابت كړی وای چې وايي:
لارې ته گورئ څو زاړه پلونه پر وينو رنگ دي
تورې هغوی كړې موږ هسې پر تياره راځو.
ای كاش ! د ده پر ژوند مو دا حساب را اخيستی وای او لږ تر لږه مو پرې مطمئن د زړو پلونو د څښتنانو پر شمار ور گډ كړی وای، تورې مو پرې منلې او تياره موږ ترې گټلې او اخيستې وای.
ای كاش ! داسي شوي هم وای، څو مو دغه ناليدلی، نوم وركی، مهاجر، مسافر، قوال وياند، فعال ليكوال، نازك خياله شاعر او خپلواك سياسي شناند لا له مخكي پوره پېژندلی، ښه مو اورېدلی او كه پر دې چل او حيله مو د ملا عبدالحي مطمئن په حيث ليدلی هم وای څومره ستر شرف او خوښي به وای.
خپلواك صاحب مې له نږدې ليدلی وه، مسجد كې، مدرسه كې، كلو او كوڅو كې او همدومره مې پېژاند، خو مطمئن مې كله هم خيال نه كاوه چې ليدلی مې دی، يقين چې قلموال او فرهنگي خضر ته مې لاس ور كړی خو پېژندلی مې نه دی.
آن د تېرې چهار شنبې په ورځ مې له يو ملگري د مطمئن صاحب د ناروغۍ پوښتنه كوله، ورسره مې دا هم ترې وپوښتل چې د فلانكي مفتي صېب په عمر به وي؟ راته يې كړل هو ! خو مفتي صېب زما تر ليدلي خپلواك خو ناليدلي مطمئن ډېر مشر دی.
ليده كاته يې پر داسي خندنۍ څيره پېلدل او بېلېدل چې خيال مې كاوه خپلواك صاحب لا له مخكې كټوازی پېژني، خو خپله مې په لومړيو كې هغه هم همداسي نه پېژاند لكه مطمئن.
هو ! د خدای ج وركړي محبوبيت له امله موږ د مطمئن صاحب د ليدو تلوسه او د هغه د خدماتو ښې خاطرې او د راتلونكي لپاره مو ترې نېكي هيلې لرلې.
د هغه پر مړينه اسلامي امارت د مجسم تاريخ او د تحريك له پيل څخه تر اوسه د اسلامي امارت اړوند مهمو مالوماتو لويه پانگه له لاسه ور كړه.
مطمئن صاحب د دښمن استخباراتو پر مخه كړيو ياغي شرائطو ته غوڅ ځواب ووايه، په خورا ځيركتيا يې مديريت كړل او د همدې شرائطو په سيوري كې يې هم خوښ ژوند وكړ.
كه د يو چا د ليدو زياته تلوسه لرې وخت ناوخته يې ليدلای شې، اسير وي، مسافر وي، ورك وي او د ژوند سيليو ليري وړی او په مخه كړی وي، كه هرڅه تېر شي، خو اخېر دې يو وخت پر راتلو سترگې هم يخې شي.
خو چې تلوسه دې له زغمه وتلې او هغه د مطمئن په څېر انقلابي څپو اخيستی وي، هلته يې هجرت په مخه كړي، په هجرت كې د شرائطو سيلۍ ور پسې شي، په هغې كې ورك شي او ته ورپسي كرار كرار د ور نږدې كېدو خيال او د خوښۍ احساس كوې، خو هغه يو ناببره د اجل كومې ته ولوېږي، دا نو زښته له زغمه وزي.
مرحوم مطمئن صاحب ته ډېرو تلوسه درلوده او د سولي راتلو سره هغه مهال ډېر نږدې و چې له نږدې يې وويني، د۲۷كلن انقلابي يون په اوږدو كې خوږې ترخې، سړې تودې، خواله او ناخوالې ترې واوري، هغه به هم حتمي ډېرو ته تلوسه درلوده.
خو دا چې اوس هغه زموږ په منځ کې نشته، زموږ دغه يو او بل ته تلوسې هم په دې نړۍ پای ته رسېدلې، الله تعالی دې ورته د ټولو جهادي او فرهنگي خدمتونو پوره او ډېر زيات ثوابونه ور كړي او پرې هغه نړۍ دې ورته نېكمرغه، هوسا، له خوښيو ډكه او روښانه كړي، كورنۍ، اولادونو او د سنگر يارانو ته دې جميل صبر او جزيل اجر الله تعالی ور كړي، آمين ثم آمين.
خپلواكه ! لاره مې كته ستا ترمزاره راځي
ستا د سنگر ياران به يو يو پر دې لاره راځي
په وينو رنگ زړو پلونو كې ستا پل ښكارېده
ستا له قلمه پرې د زړه د وينو داره راځي
تورې مو وكړې خو تيارې مو راپرېښودې
د لاس نيالگو ته دې ارواوي له بهاره راځي
ای ځواني مرگه مطمئنه ما نور ونه ليدې
ماخو خپلواك ليدی چې خدا زده له كوم ښاره راځي
نور نو ورځه پر مخ دې ښه شه مطمئنه ياره !
گمان مې نه و چې مرگ داسي وار له واره راځي
كه خپلواكي شوه سعد درځم تاته به زېری دروړم
سوله راځي سوله راځي خو ليږ كراره راځي

يکشنبه ۵/۱۱/۱۳۹۹ هـ ش

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button