د خوشال خان خټک د پېچلي غزل د ځینو تورو معناوې

د جهان په مخ به نه وي، هسې ستا غوندې دلبره
پري رویه، عنبر بویه، سنبل مویه، سمن بره

ګلعذاره، زلفې ماره، شهسواره، خوش رفتاره
باده نوشه، مې فروشه، قصب پوشه، مو کمره

دلنوازه، سرفرازه، عشوه سازه، لعبت بازه
خود پسنده، سربلنده، شکر خنده، لب شکره

طربناکه، ګرېوان چاکه، تل بې باکه، تش تپاکه
خود ارایه، خود نمایه، خود ستایه، خوش هنره

غزل خوانه، خوش الحانه، دُر دندانه، لب خندانه
عنبر خاله، پُر خیاله، تل خوشاله، د زړه غوره
خوشحال خان خټک

پري رویه : د پري (ښاپېرۍ) غوندې څېره لرونکی
عنبر بویه : د عنبر غوندې خوشبو لرونکی
سنبل مویه : د سنبل غوندې خوشبوداره زلفو والا
سمن بره : تکه سپينه (د ياسمين ګل غوندې)
ګلعذاره : د ګل غوندې څېرې والا
زلفې ماره : د اوږدو زلفو والا
شهسواره : د اس سواره (مجازًا د حسن او جمال په اس)
خوش رفتاره : په ناز او انداز تلونکي
باده نوشه : مې خوار ، شراب نوش
مې فروشه : ساقي
قصب پوشه : د قصب اغوستونکی (قصب یوه جامه ده چې مصر کښې جوړيږي)
مو کمره : د وېښته په څېر نرۍ ملا لرونکی
دلنوازه : زړه خوشالونکی
سرفرازه : ممتازه، معززه
عشوه سازه : ناز او ادا کوونکی
لعبت بازه : لوبې کوونکی (مجازًا په عاشقانو)
خود پسنده : مغروره
سربلنده : معززه، د اوچتې مرتبې والا
شکر خنده : د خوږې خنده والا
لب شکره : د شکرې په شان خوږو شونډو والا
طربناکه : خوښي بښونکی، زړۀ خوشالوونکی
ګرېوان چاکه : ديوانه، سودايي
تل بې باکه : بې ډاره
خود ارايه : د خپل ځان ارایش او زېبايش کوونکی
خود نمایه : د خپل حسن او جمال ښکاره کوونکی
خود ستایه : د ځان صفت کوونکی
خوش هنره : د هنر څښتنه
غزل خوانه : د غزل ويونکی
خوش الحانه : د ښايسته اواز څښتنه
دُر دندانه : د ملغلرو په شان سپينو غاښونو والا
لب خندانه : چې په شونډو يې هر وخت خندا وي
عنبر خاله : په مخ خالونه لرونکی
پر خیاله : د لوړ فکر او خیال مالکه
تل خوشاله : همېشه خوشاله
د زړه غوره : د غوره او بهترین زړۀ څښتنه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button