د لغمان په عليشنګ ولسوالۍ کې د قومندان پسرلي په ګډون ۳ پولیس وژل شوي

عزم(دوشنبه، ۶ سلواغه ۱۳۹۹): تيره شپه د لغمان عليشنګ ولسوالۍ اړوند په اسلام آباد سيمه کې د دولتي ځواکونو د پټۍ په نوم پوستې باندې طالبانو برید کړی چې پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
امنیتي سرچینې وایي چې په دغه بريد کې د قومندان پسرلي په ګډون ۳ پولیس وژل شوي او ۲ نور طالبانو ژوندي له ځان سره بيولي دي.
طالبانو د برید مسئولیت منلی، ویاند یې ادعا کړې د علیشنګ ولسوالۍ اړوند اسلام آباد سیمه کې یې د پټۍ په نوم پوسته، چې د ولسي خلکو د ځور سبب وه، له منځه وړې.
طالب ویاند زیاته کړې چې یاده پوسته کې یې د قومندان (پسرلي) په ګډون۳ پولیس وژلي، یو ژوبل شوی، دوه نور یې ژوندي نیولي، یوه پیکا، یو راکټ، څلور کلاشینکوفونه او ګڼ شمیر مهمات هم لاسته ورغلي.