روغتیا وزارت: په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر له ۵۴زرو اوښتی دی

عزم(دوشنبه،۰۶، سلواغه ۱۳۹۹): د عامې روغتیا وزارت وايي، که څه هم په هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې کمې شوې، خو لا هم هره ورځ لسګونه نورې مثبتې پېښې ثبتېږي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ۷۷مثبتې پېښې ثبت شوي او ۸ تنه له کرونا ناروغۍ مړه شوي دي او ۳۵۵تنه له کرونا بېرته رغېدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ۱،۵۹۳مشکوکې پېښې معاینه شوي، چې یوازې ۷۷ یې مثبتې وې او د پاتې پایلو معاینات منفي وو. «تازه پېښې ۳۱په ننګرهار کې، ۱۰ په هرات کې، ۱۰ په کابل کې، ۳په تخار کې، ۳په بغلان کې، ۳ په کونړ کې، ۳په فاریاب، ۷ په روزګان کې او ۵ په نورستان کې او پاتې پېښو په نورو ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تراوسه په ټول هېواد کې ۵۴،۶۷۲تنه په کرونا اخته شوي، چې ۴۷،۲۹۸تنه ترې رغېدلي، ۲،۳۸۵تنه ترې مړه شوي او ۴،۹۸۹تنه لا هم له کرونا ناروغۍ کړېږي، چې ۸۴۵تنه یې جدي ناروغان دي.

که څه هم په ګڼو هېوادونو کې د کرونا د واکسینو پلي کول پیل شوي، خو د دې ناروغۍ په مخنیوي کې یې تراوسه کوم مثبت بدلون نه دی راوستی.

اوسمهال په ټوله نړۍ کې له ۹۸مېلیونو زیات کسان په دغه ناروغۍ اخته شوي دي، چې څه باندې ۲مېلیونه ترې مړه شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: