هرات: په یوه ترافیکي پیښه کې ۲۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

عزم(سه شنبه، ۷ سلواغه ۱۳۹۹): تیره شپه مهال د هرات – کندهار پر لویه لار د میرداود سیمه کې یو ۳۰۴ بس موټر له بل ټیلر سره ټکر کړی چې په ترڅ کې یې ۲۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د هرات د امبولانس مسئول محمد ابراهیم محمدي ویلي چې له دغې ترافیکې پیښې څخه ۲ جسدونه او ۲۷ ټپیان د هرات امبولانس د ټیم له لوري د هرات حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.
هغه وایي مړه شوي دواړه نارینه دي، خو په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د پیښې د څرنګوالي په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي، خو ترافیکي پیښې اکثره د موټر چلوونکو د بې احتیاطي او تیز رفتاري له امله رامنځته کیږي.

دا په داسې حال کې دی چې تیره شپه بلخ ولایت کې هم د یو ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر او باروړونکي موټر د تکر له امله ۱۰ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

افغانستان کې له جګړې وروسته ډیری خلک د ترافیکي پیښو قرباني کیږي او دا شمیره ډیره لوړه ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button