د کرونا له امله ۳ میاشتې په ائیرپورټ کې بند شخص

عزم (چهارشنبه،۸سلواغه ۱۳۹۹): تېر کال د کرونا له امله په ټوله نړۍ کې خلک له ویرې او ډار سره مخ و. د امریکا متحده ایالت له کلیفورنیا ایالت سره اړه لرونکی یو تن د همدې وبا له امله ۳ میاشتې په ائیرپورټ کې تیرې کړې.
۳۶ کلن آدیتا سنګهـ چې تیر کال اکتوبر کې یې له کلیفورنیا څخه شکاګو ته سفر کاوه په اوهیر هوايي میدان کې یې د قرنطین له امله ۳ میاشتې تیرې طکړې
نوموړی چې تېره اونۍ د هوايي میدان عملې وپېژانده؛ نو ایله له دغه رازه خبر شول.
د هوايي میدان عمله وايي: ادیتا سنګهـ غوښتل نور هم په اوهیر ائیرپورټ کې تېر کړي؛ خو له پېژندل کېدلو وروسته یې خبر له امنیتي منسوبینو سره شریک شو.
د اسوشیټېېډ پریس اژانس د خبر له مخې: ادیتا سنګهـ چې له اکتوبر میاشتې راهیسې بې روزګاره و، تیره اونۍ یې امنیتي عملې ته د ماسک په لرې کولو سره خپله پېژندپاڼه ور وښوده، چې انځور او نوم پکې د ده نه و؛ بلکې د یو بل کس و. له همدې امله پر ده د دوکې بازۍ تور ولګول شو.
خپله ادیتا سنګهـ ویلي: په تېرو دریو میاشتو کې مې هغه خوراک باندې ګزاره کوله، چې مسافرو راکوله.
د نوموړي دغه کار ډير خلک حیران کړي دي؛ خو ادیتا خپله کړنه کوم نااشنا کار نه بولي.