د خوند سوړه

په دې وروستیو کې په حکومت کې د ټاکنو او ګمارنو چور او تالان بېا رالګېدلی. خو هیڅ بدلون نشته. د پخوانۍ کابینې د پوهنې وزیر د اوسنۍ کابینې د فرهنګ وزیر شي او د کانونو رئیس د کرنې او مالدارۍ رئیس شي. یو ملګري مې چې پوره ۱۰ کاله مامور پاتې شوی و؛ راته وویل: دوی ته یې خوند ورکړی دی. چې له یوې سوړې ووځي؛ په بلې ور ننوځي.
هغه یوه لنډ طنز راته وواېه:
«وايي یو ځل په لغمان کې سیلاب راغلی و
د ډوبیدونکيو خلکو ژغورلو لپاره چورلکه راغلې وه، د ټول کلي يو سلو او پنځوس کسان اوبو وړي وو پيلوټ د کلي ملک ته وويل ستاسو د کلي ټول نفوس یو سلو او پنځوس دي او ما تر اوسه پورې پنځه سوه کسان له اوبو څخه راوباسل دا ولې؟
نو ملک پيلوټ ته وویل وروره!
زمونږ د کلیوالو دا لومړی ځل دى چې چورلکه يې ولیده تاسو دا د یوې خوا څخه راباسئ او دوی له بلې خوا څخه بیرته اوبو ته ځانونه اچوي
زما خپله دا درېم ځل دى چې ځان ور اچوم.»
سمسور

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button