نۍ: د نا امنۍ له امله ګڼ خبریالان له هېواده په تېښته دي

عزم (پنجشنبه، ۹سلواغه ۱۳۹۹): له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ سازمان (نۍ) وايي: د نا امنۍ او وژنو له امله ګڼ شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له افغانستانه په تېښته دي.
د یاد سازمان د مطبوعاتي خبرپاڼې پر اساس: دې وروستیو کې ګڼ شمېر ژورنالیستان په نښه شوي او هدفي بریدونو کې یې ژوند له لاسه ورکړی دي، چې اثر یې د رسنیو په نورو کارکوونکو هم شوی دی.
د خبر له مخې: تېرو دریو میاشتو کې د پلازمینې کاببل، هلمند، غزني، ننګرهار او غور ولایتونو دننه ۵ خبریالان ووژل شول، چې له امله یې د تلویزوني او رادیويي رسنیو نور مسؤلین هم کار پرېښودلو او له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.
که څه هم نۍ ادارې نه ده څرګنده کړې چې تر اوسه څو او کوم، کوم خبریالان له هېواده وتلي دي؛ خو دې وروستیو کې د کندوز، تخار، کونړ او پلازمینې کابل د یو شمېر رسنیو کارمندانو ګواښ کړی چې که ژوند ته یې ارزښت ورنکړل شوي؛ نو کاربندیزونه او لاریونونه به وکړي.
په ورته وخت کې له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ په حکومت غږ کړی چې د خبریالانو امنیت ټینګ کړي.
تر اوسه حکومتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
بل لور ته یو شمېر کارپوهان او مطرح وګړي په دې اند دي، چې د یو شمېر ازادو خبریالانو د وژنې تر شا د حکومتي چارواکو او ان په ارګ کې د ناستو کسانو لاس دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: