د کابل د مذاکراتي ټیم غړی: مؤقت حکومت راتلونکی دی، اشرف غني نور نړیوال نه غواړي

عزم(پنجشنبه، ۹سلواغه ۱۳۹۹):د کابل د سولې د مذاکراتي پلاوي غړي “محمد امین احمدي” په یوه تازه غږیز کلیپ کې چې په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپور شوی، په مذاکراتو کې یې یو له مهمو موضوعاتو پرده پورته کړې ده.

نوموړي ویلي: «د اشرف غني په موضوع کې زیات وخت مه لګوئ، د جمهور رئیس وخت کم پاتې دی مؤقت حکومت راځي او اشرف غني په نړۍ کې هیڅ ارزښت نه لري او نه یې هم نړیوال غواړي.»

احمدي ویلي، نړیوالو خپل کومکونه دسولې له راتګ سره تړلي او په وینا یې چې « د سولې لپاره لومړۍ لاره مؤقت حکومت دی او روان حکومت به ډېر ژر قرباني شي »
احمدي په دغه غږیز کلیپ کې په ټینګار سره وایي چې د سولې لپاره به لومړۍ قرباني هم د اشرف غني وي چې ژر به یې ایسته کړي.

خو احمدي د یاد پیغام له خپرېدو وروسته په خپله فېسبوک پاڼه دا خپل شخصي دریځ بللی او زیاته کړې یې ده چې« هر کس خپل شخصي حریم لري او بې له اجازې د چا شخصي معلومات په ټولنیزو رسنیو د هغه کس په نوم خپرول غیري اخلاقي کار دی»

د کابل د مذاکراتي ټیم د دې غړي څرګندونې داسې مخته راځي، چې په ورته وخت کې بین الافغاني مذاکراتو کې ځنډ رامخته شوی او ورسره په همهاله توګه د امریکانوي حکومت هم د سولې پروسې د پرمخ وړلو لپاره د زلمي خلیلزاد واک غځولی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button