دا صفتونه به د چا وي؟!

درې کسان په سفر روان وه، په لاره کې پر یوې بوډۍ ښځي باندي پيښ سول چي په لیري صحراء کي یي په یوي کیږدۍ کي ژوند کاوه ، دوی ورڅخه غوښتنه وکړه که د خوراک لپاره څه ورسره وي و دوی ته یي ورکړي ، دې بوډۍ ورته وویل په الله تعالی قسم چي څه نسته راسره ، په دا دریو کسانو کي یوه د بوډۍ د کیږدئ پر شاوخوا یو ډنګره میږه ولیده ، له بوډۍ یي غوښتنه وکړه که دا ورته ولویشي.

هغې ورته وویل چي دا خو شیدي نلري ، هغه سړې و پسه ته ور ږغ کړه پسه ورته راغی ، دې شخص د لوښي غوښتنه وکړه چي شیدي پکښي ولویشي ، څنګه چي یي بسم الله ورباندي وویل د پسه تې له شیدو ډک سوه ، بیا يي دومره شیدي ور څخه ولویشلي چي ملګرو یي و څیښلې او هم بوډۍ و څیښلې ، ده پر آخره و څیښلې ، بیا ده او ملګرو یي و خپل سفر ته ادامه ورکړه.
ماښام د بوډۍ خاوند و کور ته راغی ، په کور کي یي شیدي وي ، ډیر په تعجب سو چي زما په کور کي شیدي له کومه سوي ، د خپلې میرمنې څخه یي پوښتنه وکړه ، هغې ورته قیصه داسي وکړه.
نن مي یو سړی ولید چي رڼا تري پورته کیده.

(أبلج الوجه) ځلانده څهره یي وه.

(لم تعبه نحله) نه دومره ډنګر وو چي پري عیب ناکه سي او بد په و إیسي.

(ولم تعبه سجله) او نه یي خيټه دومره غټه وه چي پري عیب ناکه سي.

(ولم تزر به صقله) نه ډیر ډنګر وو نه ډیر چاغ وو.

(ولم تزر به صعله) نه یي سر کچنی وو چي پري عیب ناکه سي.

(وسيم قسيم) ښائسته او نوراني وو.

(في عينيه دعج) د سترګو تور یي ډیر تور او سپین یي ډیر سپین وه.

(وفي أشفاره وطف) اوږده باڼوګان یي وه.

(وفي صوته صحل) صاف او واضح ږغ یي وو.

(في عنقه سطع) اوږده غاړه یي وه ، نه دومره چي بد پري و ایسي.

(وفي لحيته كثافة) ګڼه ږیره یي وه.

(أزجّ أقرن) نرۍ او لینده ورځې[ حاجبین] یي وي.

(إن صمت فعليه الوقار) که به چوپ وو ، عزت او وقار به پري ښکاره وو.

(وإن تكلم سما وعلاه البهاء) چي خبره به یي کولې جمال أو ښکلا به پري ښکاره وه.

(أجمل الناس وأبهاهم من بعيد) له لیري څخه تر ټولو خلګو ښائسته او تازه معلومیده.

(وأجلاهم وأحسنهم من قريب) له نیږدو څخه تر ټولو خلګو نوراني او حسین معلومیده.

(حلو المنطق) خبرې یي خوږې وي.

(لا نزر ولا هذر) نه یو مخ ډیري او نه هم یو مخ کمي ، بلکي درمیانه خبري یي کولې.

(كأن منطقه خرزات نظم ينحدر) تا به ویل چي خبرې یي قیمتي او پیودل سوي جواهر او ملغلرې دي چي یوه یوه تري را بیلیږي.

(ربعه) نه ډیر جګ او نه هم ټيټ وو.

(غصن بين غصنين) لکه د ونې یو ښاخ داسي وو د دوو ښاخونو تر مینځ.

(فهو أنضر الثلاثة منظرا ، وأحسنهم قدرا) په دریو ملګریو کي دی تر ټولو ښائسته او قدرمن وو.

(له رفقاء يحفّون به) شاوخوا یي ملګرې پري را تاو وه.

(إذا قال أنصتوا لقوله) چي کله به یي خبرې کولي دوی به ورته چوپ وه.

(وإن أمر تبادروا لأمره) که به یي امر وکړ هر یوه به تلوار کاوه چي امر یي پر ځای کړي.

(لا عابس) تندی یي تروش نه وو.

(ولا مفند) کمزوری فکر او کمزوری تدبیر یي نه وو.
ددې سړې په برکت نن زموږ کور کي شیدي پیدا سوي.
دا د همدې بوډۍ صفات وه چي ددې سړې یي وکړه.

پوهیږئ چي دا بوډۍ څوک وه او دا شخصیت څوک وو ؟
بوډۍ أم معبدالخزاعیة وه ، او دا شخصیت د دواړو جهانونو سردار محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم وو ، چي د هجرت د سفر پر مهال یي لیدلې وه.

که مو لوستي وي درود شریف مو هیر نشي او تر نورو یي هم ورسوئ.

عبدالرحمن محمود

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button