اخ الله ج سر یې نشته

لنډه کیسه

لیکوال: نثاراحمد غزنوي

غنګ شو دروازه خلاصه شوه تنکی ۱۳ کلن هلک کور ته راننوت د کور ماشومانو چیغې او زیرې یې شروع کړه کمکی کاکا راغی
د کور ټول وګړې خصوصاََ مور یې زیاته خوشحاله وه چي هغه له پسرلي څخه مزدور(د پسونو څروونکی) او تر ټولو کوچنی بچۍ یې راغلی وو
نه پوهیږي چې خپل زوی ته څنګه مینه ورکړې
یواري یې ښکل کړي بیا یې چاودو لاسو او پُښو ته وګوري ژړغونې (سترګو کي اوښکې ډنډ) شې د نازولي بچي تیرې سختی ورته سترګو ته دریږي زړه کې وایې بچیه ته خو د مزدورۍ نه وي خو لکه چي وایې تشه لاسه ته مي دښمن یې

دا چې عبید د مور کوچنی زوی وو په مور زیات ګران وو د خپلې چرګي د هګیو په پیسو یې د عبید د راتګ ورځي ته هغه ته نوي جامې کړي وې
غږ یې وکړ هلۍ عبیدجان ته هغه نوي کالي راواخلۍ چي واغوندې

عبید له حمام څخه راووت مور ورته تیار د سرتیل رانجه په لاس کې نیولې سر یې ورغوړ سترګې یې هم ور تورې کړي
مور ته د خپل زوی ښکلا څو چنده شوه زړه یې غوښتل چې ډیره ورسره وغږیږې

د ماسپښین د لمانځه وخت شو عبید چي یو دینداره هلک وو مور ته وویل ادې جانې زه به جومات ته ولاړ شم لمونځ به جماعت سره ادا کړم مور یې وویل زویه د کافرانو بنګنې او جهاز طیاري ډیري ګرزې بمبار ونه کړي
په خندا یې وویل نه مورې زه خو طالب نه یم کاشکي مجاهد وای
ته وایې نور به ددوی له لاسه مسجد ته نه ځو؟
د کلي هر هلک چې عبید وینې په ورین تندې ستړي مشي ورسره کوې ځکه دی له ډیر وخت وروسته کلي ته راغلۍ
د جاز او بي پلوټه طیارو غږونه نور هم نږدي شول د کلي خلګو ټولو د اسمان لوري ته کتل په مسجد کي ناستو لمونځ کوونکو یو بل ته سترګي اړولي
چي یو ناڅاپه د جاز له کوني لوګی او له مسجد څخه توري لوخړې (دودونه) پورته شول
د عبید د مور په زړه یو الله ج خبر وو
تاو او راتاو شي خو هیڅ په لاس نه ورځي
بام ته خیژې که ګوري د جومات له خوا دوړي پورته کیږې
د عبید مور خپل احساسات نه شوای کابو کولی
د جومات په خوا یې منډه کړه
زړه یې ټکانونه کول ستړي وه وبه دریده بیا به روانه شوه پښو یې سمه یاري نه ورسره کوله خو دا مجبوره وه چې جومات ته یې ځان رسولی وای ځکه هلته یې د زړه ټوټه وه
عبید به تر سترګو په وینو لړلی ورغی توبه به یې ویسته نه هیڅکله نه
اوس به تر خاورو لاندي وي نه داسې هم نشې کیدای
بیا ورته په زهن کي جوړ او روغ راشي دا یې د مخ ګردونه ور پاکوي ورته وایې خیر زویه الحمدلله ته جوړ یې شکر چي ته الله ج راته وساتلي
په لنډه لنډه ساه جومات ته ورسیده
خلګ لږ خو وحشت وهلې ښکاریدل
طیاري ګرزیدې هیڅوک له ویري له خپل کور څخه نه شوای راوتلی
جومات ړنګ د کړکیو لرګې او شیشې تیت او فاش فاش پراته وو
د عبید مور نه پوهیده چې څه وکړي یو خوا بل خوا یې کتل د خپل ګران زوی پوښتنه یې کوله
څوک زخمیان راباسې یوي خوا بله خوا یې وړي
څوک سپیره ببر سرونه له مسجد څخه راوزي
د عبید مور د خپل زوی چیغي وهي خو څوک ځواب نه ورکوي هرڅوک لار تري کږوي
له مسجد څخه دوو نفرو یو جسد را ویست مور یې له کالیو وپیژاند چي عبید ده
ورمنډه یې کړه
اخ زموږ هلک په څه ده
عبید په وینو کې لت پت پروت وو
خاورو، دوړو او دود وهلی وو
مور یې د بچې په مخ پسې ګوري
هغه مخ چي دې ته تر ټولي نړی؛ ښایسته او ښکلی ښکاریده
خو د هغه معصومه او بي ګناه څیره نن د غرب او د هغوی د غلامانو د تش په نوم بشردوستو په بمونو له پیژندګلوی وتلي وه
د هغه تش په نوم بشرپالو چې د بشرپالنې په نوم یې هیڅ نه پیژندل
هغه چي زموږ ګران هیواد ته د ابادۍ په نامه راغلي وو خو دلته یې ورانی جوړ کړ
دلته د چا په زهن کې دا نه راتله چې په دنیا داسې وحشي صفته انسانان شته چې ښه او بد، مجرم (مجاهد)ددوی په په اصطلاح او بي ګناه نشې جلا کولی
مور یې وویل اخ الله سر یې نشته
دا هغه وخت وو چي د مور په زړه به یې صرف یو الله ج خبر وو
اخ زما مسافره زویه
اخ کاشکي چې ما خو تاسره لږ مجلس کړی وای
اخ کاش مې ستا اخري دیدن کړای وی
خو زوی یې په ابدي خوب (شهادت)ویده وو
په داسي خوب چي بیا به هیڅکله دنیا کې را ویښ نه شې
هغه مسافر زوی یې اوس په داسې سفر روان وو چې بیا راتلل یې ممکن نه وو
د مور له خولي یې داسي اهونه، له سترګو یې داسې اوښکې رواني وي چې د عرش ستنې یې لړزولي
داسي اهونه چې قلم یې د لیکلو او غوږونو یې د اوریدلو تاب نه درلود
پای.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button