میدان وردګ: د علیپور ملیشو بیا پر دولتي ځواکونو برید کړی، خو له توند غبرګون سره مخ شوي

عزم(شنبه، ۱۱سلواغه ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې تیره ورځ د میدان وردګو ولایت د بهسودو ولسوالۍ کې د علیپور په نامه یوه هزاره قوماندان د دولتي ځواکونو مخه نیولې او د لاریون په پلمه یې پر هغوی ډزې کړې.
د کورنیو چارو وزارت ویاندطارق آرین چې د لاریون په نامه دې ملیشو له ځانه سره وسلې هم راوړې وې چې له امله یې یو شمېر امنيتي سرتېري او پنځه ملکیان ټپیان شوي دي.

ارین زیاتوي چې د پولیسو لخوا ځوابي ډزو کې د غیر مسوولو وسله والو نهه ۹تنه وژل شوي، اووه تنه یې ټپیان دي او ۶۸ تنه یې نیول شوي دي.
نوموړی وایي چې د پیښې د څیړلو لپاره یې سیمې ته یو پلاوی استولی دی.
بل لور ته د ولسي جرګې غړي مهدي راسخ ادعا کړې چې دغه برید د میدان وردګو د امنیې قوماندان الله داد راسخ په قومانده پر ولسي لاریونوالو شوی او ۹تنه ولسي خلک وژل شوي دي.
هزاره ټبري مشر کریم خلیلي هم پر دې برید اندیښنه په ډاګه کړې او غوښتنه یې کړې چې هغه پولیس باید محاکمه شي چې ددوی پر هزاروو یې برید کړی دی.
علیپور د اشرف غني ددوهم مرستیال “سروردانش” له نږدې کسانو بلل کیږي چې په میدان وردګو، بامیان، پروان او ځینو نورو ولایاتو کې فعالې ملیشې لري او وخت پر وخت د سیمې ولسي وګړي او دولتي ځواکونه تر برید لاندې راولي.
علیپور او ډله یې د ایران له ملاتړ برخمن ګروپ بلل کیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button