ننګرهار کې د عامه نظم ساتنې پر مرکز برید کې شل تنو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

عزم(شنبه، ۱۱ سلواغه ۱۳۹۹): نن سهار د ننګرهار شیرزادو ولسوالۍ اړوند ګندمک سیمه کې د عامه نظم د سرتیرو پر مرکز د هاموي ټانک په توسط موټر بم برید ترسره شوی چې تر شلو پورې د عامه نظم ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار امنیه قومندان غلام سنايي ستانکزی د برید تایید کوي او مرګ ژوبله مني، خو کره شمیره یې نه ښیي.

په عین حال کې د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر بیا وايي، چې په دغه برید کې د عامه نظم ساتنې ۱۴ سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

عزم ته یوې سرچینې بیا ویلي چې په دغه برید کې شل تنه سرتیري وژل او ۱۲ ټپیان شوي دي، خو طالبان دغه شمیره لوړه ښیي.

طالبانو چې د برید مسئولیت یې هم منلی، ویاند یې ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په دغه برید کې یې تر ۵۰ پورې عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې.

مجاهد دغه برید د هغو عملیاتو په وړاندې یو متقابل برید یاد کړی چې په ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې همدا مهال د حکومت له لوري روان دي او زیاته کړې یې ده، که دغه عملیات و نه درول شي دوی به نور دا ګول بریدونه هم ترسره کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button