طنزي ټوټه (خیاط)

خیاط په اصل کې جامه ګنډونکی دی؛ خو اوس یې یوه بله دنده هم پیدا شوې، د شرم ګنډلو وظیفه.
د خیاط دوهم نوم (درزي) دی؛ خو اوس ورته (شرم ګنډونکی) هم وايي؛ ځکه چې د خلکو شرمونو ته پرتوګونه ګنډي او څو پیسې ترې اخلي.
پخوا به له سهاره تر ماښامه لګیا و؛ خلکو ته به یې جامې ګڼډلې؛ اوس په ارګ کې د خلکو په ژوند او مرګ قصیدې او کیسې ګنډي.
د ده کار له ټوکر، قیچي، تار، ماشین او مېز سره و؛ خو اوس له قلم، کاغذ او رنګ نه کار اخلي؛ څو د هر غاصب، ظالم، جابر، چور واکي او بې ننګه په ستایش او ستاینه کې اوږدې اوږدې لیکنې وکړي.
د پخوا وختونو خیاطانو به چې جامې ګڼډلې؛ نو هر څه یې پوره و، د مخې جېب، د څنګونو جیبونه، غاړه، کالر او… خو اوسني خیاطان چې د کوم چارواکي د شرم جامې ور ګنډي؛ نو هرو مرو پکې کومه سوړه (سوری) پاتې وي، چې خلک ورته د انتقاد ګوته نیسي او د خیاط په استاذي لعنت لیږي.
هو!
فلک خان وايي: خیاط زمونږ د ټولنې مهم قشر دی، که هغوی نه وای؛ مونږ به خپله حیاء نشوای خوندي کولی؛ خو اوسنی خیاط د خلکو حیاء د دې له پاره له منځه وړي، چې د غلو جنایتونه خوندي کړي.
سمسور

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button