د متملقینو (غوړه مالو) منطق

یوه پاچا له چانه پوښتنه وکړه، چې زما په ورغوو باندې ولې ویښته نشته؟
هغه وویل، ځکه چې پاچا پخپلو لاسونو باندې په لپو لپو روپۍ خلکو ته ورکوي او ورغوي یې سولېږي.
پاچا وویل، چې د نورو خلکو ورغوي خو هم ما غوندې دي.
هغه وویل: هغوی هم پخپلو لپو ستا له لپو نه څه اخلي او ورغوي یې سولېږي.
پاچا بیا وویل: هغه چې زه هیڅ نه ورکوم، د هغوی ورغوی هم د هغه شان دي.
هغه په جواب کې وویل: هغوی چې ستا بخششونه د نورو حق کې ویني، نو له ډېر حسرت او ارمانه خپل ورغوي سولوي او افسوسونه کوي.
ګل پاچا الفت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: