تیره میاشت کندز کې ۳۴۵ تنه دولتي منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي

 

عزم(شنبه، ۱۱ سلواغه ۱۳۹۹): طالبانو ویلي چې په تیره یوه میاشت کې د کندز مرکز او (۷) ولسوالیو کې (۳۴۵) تنه دولتي منسوبین له خپلو دندو لاس په سر او دوی ته تسلیم شوي دي.

طالبانو ویلي چې یادو کسانو کې یې ۱۷۴ تنه د امام صاحب ولسوالۍ اړوند، ۵۶ تنه د خان اباد ولسوالۍ اړوند، ۳۲تنه د دشت ارچي ولسوالۍ اړوند، ۲۴ تنه د علي اباد ولسوالۍ اړوند، ۲۳ تنه د چهاردرې ولسوالۍ اړوند، ۷ تنه د قلعه ذال ولسوالۍ اړوند، ۵ تنه د ګل تیپې ولسوالۍ او ۲۴ تنه نور د کندز په مرکز کې تسلیم شوي دي، چې د دوی د دعوت او ارشاد د مسئولینو له لوري یې کلک هر کلی شوی دی.

دا په داسې حال کې دی چې تیره ورځ د تخار په اشکمش ولسوالۍ کې هم د څلور قومندانانو په ګډون ۶۰ تنه عسکر او پولیس طالبانو ته ورغلي وو.

رسنیو کې د موقت حکومت او یا د حکومت د ړنګیدو له نعرو وروسته د عسکرو د تسلیمي لړۍ ډیره چټکه شوې او هره میاشت طالبان د سلګونه دولتي منسوبینو د تسلیمي راپورونه خپروي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: