روغتیا وزارت: ٦ میاشتو کې د کرونا واکسین افغانستان ته هم رارسیږي

عزم (شنبه، ۱۱سلواغه ۱۳۹۹): که څه هم د کرونا په زیاتره ځپلو هېوادونو کې د کرونا واکیسن د تطبیق په حال کې دی؛ خو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي: ښايي افغانستان ته د کرونا ضد واکسین رارسېدل ۶ میاشتې وخت ونیسي.
د چارواکو په وینا: «افغانستان به تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې د کرونا واکسین ته لاسرسۍ پیدا کړي او ښایي په ټول هېواد کې یې تطبیق تر دې هم ډیر وخت وغواړي».
دا په داسې حال کې ده چې تازه په ټوله نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر له ۱۰۰ میلیونو واوښته.
بل لور ته د روغتیا وزارت مرستیال ویاند نورالله تره کی وایي: « د کرونا پر ضد د واکسینو لوی تولیدونکي هېواد هندوستان له افغانستان سره ژمنه کړې، چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به ورسره۵۰۰۰۰۰ دوزه واکسین مرسته وکړي.
نوموړي زیاته کړه: نړیوال بانک هم افغانستان ته د اړتېا وړ ۲۰ سلنه واکسین برابروي.
تره کی څرګندوي: «هند له افغانستان سره د کرونا ضد واکسین مرسته کوي؛ خو دا هلته ممکن ده، چې نړیواله ټولنه او د روغتیا نړیوال سازمان یاد واکسین تائید کړي.»
باید وویل شي چې وړمه ورځ د اسیا پراختیايي بانک هم ۲۰ سلنه افغانانو سره د کرونا واکسین د مرستې ژمنه وکړه.
د ویلو وړ ده چې کرونا د ۲۰۱۹ کال په دسمبر میاشت کې له چین څخه ټولې نړۍ ته خپره شوه، چې لسګونه زره کسان یې ووژل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: