له خپلې مینې نه په سرو سترګو بښنه غواړي ـــ زلمی په کور کې ناوکۍ کونډه ورېنداره لري/خدرخېل

 

پرېږده سړیه هر څوک خپله، خپله لاره لري
ستا پکې څۀ کار دی چې یار لري، که یاره لري

له خپلې مینې نه په سرو سترګو بښنه غواړي
زلمی په کور کې ناوکۍ کونډه ورېنداره لري

زما په ډېره بې باکۍ یې هم څۀ ونۀ ویل
خدای دې هغه د ناز مېرمن ګل او ګلزاره لري

د حق پر سر باندې هر سر دی قربانۍ ته تیار
داسې منصور نشته چې وېره دې له داره لري

رب دې زما له مینې ډک زړۀ ته قرار پیدا کړي
ستا لېونی زړۀ دې همداسې ناقراره لري

د نشې خور وه بس چې لاړه ګناهونه لاړل
موږ دې یو بل نه خدای همدغسې بې زاره لري

د “خدرخېل” په مینه شک دې چټي جک وهل دي
تا سره دومـــــره محبت د خدای لپاره لري

ـــــــــــــــــــــــــــــ
جانان_خدرخېل

۱۳۹۹/۱۱/۸

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button