د ارګ تر مخالفت وروسته؛ ولسي جرګې د مؤقت حکومت ملاتړ وکړ

 عزم(یکشنبه، ۱۲سلواغه ۱۳۹۹):وروسته تر هغه چې ارګ د مؤقتې ادارې له رامنځته کیدو سره خپل مخالفت په ډاګه کړ او په دې هکله یې د لازیاتې وینې توییدنې خبرداری ورکړ؛ تازه د ولسي جرګې رئیس “میر رحمان رحماني” په دې هکله خپله چوپتیا ماته کړې او د دولت د مقننه قوې “پارلمان” په استازیتوب یې له مؤقت حکومت نه خپل ملاتړ په ډاګه کړی دی.

د ولسي جرګې رئیس، د نن ورځې عمومي غونډې ته وینا کې وویل د مؤقت حکومت په وړاندې شوې طرحه کې د اوسني نظام او د پارلمان د بقا وړاندیز شوی او مونږ ترې هرکلی کوو.
نوموړي زیاته کړه، له دې امله چې دولت او طالبان ورته ریښتیني جزئیات نه ورکوي، تر خپل مشرتابه لاندې يې د «سولې» په نامه یو ۲۱کسیز کمیسیون جوړ کړی تر څو له همدې لارې ولسي جرګه وتوانېږي د سولې په خبرو کې مستقیمه برخه واخلي او د مذاکراتو اصلي حال معلوم کړي.

رحماني وویل: «طالب وایي، حکومت سوله نه غواړي، حکومت بیا طالبان تورنوي او امریکایان بیا توافقنامه له سره ارزوي، دا په داسې حال کې چې هره ورځ د افغانستان سلګونه خلک د جګړې قرباني کېږي، له دې امله چې د خلکو اصلي استازولي له ولسي جرګې سره ده؛ نو اول د پخلاینې عالي شورا له رهبري سره وینو، تر هغه وروسته هیواد کې له مهمو سیاسیونو سره ناستې کوو او بیا دوحې ته ځو او هلته له دواړو اړخونو سره خبرې کوو، تر څو وکولای شو په پای کې اصلي طرحه چمتو کړو او د واقعي سولې د تامین لپاره کار ترې واخلو.»

نوموړي وویل،د سولې په نامه کمېسیون به دا طرحه جوړوي چې څه ډول کېدای شي دا جرګه د سولې خبرو ته مستقیمه لار پیدا او له جزئیاتو ځان خبر وساتي.
د ولسي جرګې رئیس لومړنی افغان سیاستوال شو چې له مؤقتې ادارې خپل ملاتړ په ډاګه کوي، په داسې حال کې چې ویل کیږي، پخوانی ولسمشر حامدکرزی، ډاکټر عبدالله او ګڼ نور سیاستوال هم په پټه خوله ددې طرحې ملاتړي دي.

شنونکي وایي، د ارګ واکمن ټیم د خپلې بقاء په موخه د هر هغې طرحې مخالفت کوي، چې په یو نه یو ډول ددوی واکمني ته په کې زیان رسیږي

 

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال مشر “عباس ستانکزي “د اشرف غني استعفاء او د یوه اسلامي نظام تضمین د اوربند د راتګ لپاره اړین یاد کړل.

بل لور ته، نن له کابله دوحې ته تللي د افغان جهتونو مذاکراتي ټیم ځینو غړو خبری ناسته درلوده او ویې ویل چې  د مذاکراتو په اجنډا کې د مؤقت حکومت موضوع هیڅ لوري نه ده شامله کړې او نه هم طالبانو او نړیوالو په مشخص ډول د مؤقتې ادارې وړاندیز کړی دی.
د مذاکراتي ټیم غړي رسول طالب د طالبانو لخوا د هغوی د بندیانو د خلاصون غوښتنې په تړاو وویل چې طالبانو ورته د خپلو بندیانو د خلاصون په هکله هیڅ یادونه نه ده کړې او نه هم دا موضوع یې له دوی سره په مذاکراتي اجنډا کې داخله کړې ده.

د پیښو څارونکي وایي طالبان د مؤقتې ادارې خلاف دي او غواړي واک په مستقیمه توګه یوه نوي ټولشموله اسلامي حکومت ته انتقال شي.
دوی زیاتوي، طالبان د خپلو بندیانو د خوشي کیدو واک هم د امریکایانو بولي او په دې برخه کې له حکومت نه هیڅ راز غوښتنه نه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځ وړاندې د کابل د مذاکراتي ټیم یوه غړي هم په څرګندو ټکو د مؤقتې ادارې د رامنځته کیدو خبر ورکړی وه او ټینګار یې کړی وه چې اشرف غني نور نړیوال نه غواړي او ژر به له واکه ګوښه شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button