حکومتي عسکرو په کندهار کې پر یو روغتیايي کلینیک چاپه وهلې

عزم(دوشنبه، ۱۳، سلواغه ۱۳۹۹): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې حکومتي عسکرو پر یوه روغتیايي کلینیک چاپه وهلې او تخریب کړی یې دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، حکومتي عسکرو په هغه کلینیک چاپه وهلې، چې ځايي خلکو ته یې روغتیايي خدمات وړاندې کول.

«د مسلسلو جنګي جنایاتو په لړ کې، د کابل ادارې عسکرو تیره ورځ د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ ده آدرې سیمه کې په هغه صحي مرکز او کلینیک چاپه ووهله چې د سیمې خلکوته يې صحي خدمات وړاندې کول. په دغه وحشت کې د مزدور دښمن عسکرو د یاد کلینیک ۸ تنه ډاکټران او صحي پرسونل له ځانه سره یوړل، د کلینیک ودانۍ يې تخریب کړه، دوا، صحي سامان آلات او توکې يې هم له منځه یوړل.»

د خبرپاڼې له مخې، پرون هم په ارغنداب ولسوالۍکې حکومتي عسکرو هغه امبولانس موټر چې ناروغان یې لېږدول په نښه کړ، چې یو تن پکې ووژل. «دا وحشت په داسې مهال رامنځته کیږي چې تیره ورځ د یادې ولسوالۍ په بولان دره کې یو امبولانس موټر چې مریضان يې انتقالول هم د مزدور دښمن د عسکرو لخوا په نښه او ویجاړ شو، چې یوتن په کې شهید کړل شو.»

طالبانو د روغتیايي پر نړیوالې ادارې هم غږ کړی، چې د دغه ډول جنایتاتو پر وړاندې غږ پورته کړي.

«موږ په صحي مرکز او عام المنفعه تأسیساتو دغه ډول بریدونه غندو، دا د نړیوالو نورمونو خلاف جنایت دی، باید نړیوالې صحي ادارې او بشرپال نهادونه هم په دې اړه خپل دريځ روښانه کړي او د دا ډول غیر قانوني کړنو په مخنیوي کې خپل مکلفیت ادا کړي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button