ویښې ګوتې تاند قلم ارزونه

فکر مل طالب
“ن والقلم وما يسطرون”
ژباړه: قسم په قلم او په هغه څه چې لیکي یې.
ویښې ګوتې او تاند قلم د ځوان او تکړه ليکوال قدرمن مولوي صاحب صفی الله رائد هغه په زړه پورې اثر دی چې تازه د چاپ په ګاڼه ښکلی شوی دی او یوه نسخه یې زمونږ تر لاسونو پورې هم د محترم رائد صاحب په پېرزوينه راورسېد. دا چې ددې کتاب انځورونه به تر چاپ وړاندې کله کله په فیسبوک او داسې نورو تبلیغاتي منابعو کې مخکې وروسته ګرځېده را ګرځېده نو لوستلو ته یې زمونږ هم بیخي تلوسه زیاته شوې وه بالاخره نوموړی کتاب تر مونږ پورې را ورسېده او په پوره مینه مې له پیله تر پایه ولوست ډېره نادره ټولګه ده او ډېر څه مې ورنه زده کړل. رښتیا هم چې رائد صاحب ډېر زیات زیار کیښلی دی او د مختلفو ليکوالانو لیکنو ته یې یوه کتابي بڼه ورکړې ده کتاب د پوښتۍ او دننه ډیزائن، حجم،او د پښتو کره والي یې ارزښت نور هم ورزیات کړی دی. دا کتاب مونو (لوستونکو) ته د قلم اهمیت، حیثیت، ارزښت، مسئولیت، د قلم صنعت،او د مرتبې په لحاظ د قلم ډَولونه راښایي. دا کتاب مونږ ته د قلم په تاریخ او شالید باندې راڅرخېدلی او غږېدلی دی. مونږ ته یې د قلم ارزښت د اسلام په رنا کې راښودلی دی چې له دې څخه د محترم رائد صاحب هدف همدا رامعلومیږي چې بايد هر لیکوال د خپل قلم له استعمال سره ډېر احتیاط وکړي چې خپل مسئوليت د خپل افغاني او اسلامي برید سره سم پر مخ یوسي.قلم رښتیا هم یو دروند مسئولیت لري کچېرته قلموال خپل قلم په سم صحیح اسلامي اصولو سره استعمال کړي نو د فلاح تر غېږې به یې ورسوي. او کچېرته قلموال خپل قلم غلط او د باطل په طریقو استعمال کړي نو د هلاکت سبب به ورته جوړ شي لکه څرنګه چې محترم رائد صاحب را نقل کړي دي چې قلم د انساني او اسلامي تاریخ ثقافت امین دی. قلم یوه الٰهي ډالۍ ده. هوکې!قلم د انساني او اسلامي تاريخ ثقافت ساتونکی دی که قلم نه وای نو د تېر په حالاتو به هېڅوک هم نه وای خبردار تر مونږ پورې به اسماني وحی او د محمدالرسول الله ﷺ احادیث او د فقهاؤ فقهي مسائل په سختۍ سره رارسېدلی. قلم د ولسونو د آزادۍ او د افکارو د ترویج ستره وسیله ده. قلم هغه څه دی چې خپله اللهﷻ په قرآنکريم کې ورباندې قسم کوي “ن والقلم وما يسطرون” ژباړه: قسم په قلم او په هغه څه چې لیکي یې. او پوره سورة د قلم په نوم باندې پخپل پیغمبر صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَاٰلِهِ وَسَلَّمْ باندې را نازولي قلم د ولسونو ژبه ده خبرې ورباندې کوي قلم د ولسونو توره ده خپل تاريخونه او تقدسات ورباندې محفوظ ساتي.قلم د ولسونو لپاره د ښکلا دریڅه ده خپل ژوند ورباندې روښانه کوي. لنډه دا چې قلم د انسان تر ټولو ستره د اړتیا او وړتیا وسیله ده. قلم قلم دی قلم واخلئ، قلم زده کړئ، او قلم وپنځوئ، قلم د عقل سفیر دی قلم د زړه ژبه او ترجمان دی قلم زمونږ او ستاسې لپاره هر څه دی. بې قلمه لاس د پښې په حیث دی هیڅ فايده یې نشته.
په آخر کې محترم رائد صاحب ته د دا ډول نورو ټولګو برابرولو توفیق د لوی ربﷻ په دربار عالي کې غوښتونکی یم ورته مبارک دې وي.
او ورسره ورسره قدرمنو لوستونکو تاسې ته هم دا توصيه کوم چې دا کتاب “ویښې ګوتې او تاند قلم” ضرور واخلئ او د قېمت په لحاظ به هم ان شآءالله دومره ګران نه وي څومره چې په کتاب کې دننه قېمتي ملغلرې رانغښتل شوي دي.

والسلام

ستاسې ورور فکرمل طالب

دوشنبه ۱۳/ دلوه / ۱۳۹۹
دوشنبه ۱ / فبروري/ ۲۰۲۱

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button