ننګرهار کې یو انسټېټوت ته نامعلومه کسانو اور اچولی

عزم(سه شنبه، ۱۴، سلواغه ۱۳۹۹): د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، د مومندرې ولسوالۍ اړوند په ډکې سیمه کې د سوداګریزو زده کړو یو انسټېټوټ ته نامعلومه کسانو اور اچولی دی، چې له امله یې د یاد انسټېټوټ دوې خونې او وسایل سوځېدلي دي.

د ننګرهار ولایت له مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد انسټېټوټ د (سولې او ازادۍ) په نوم و، چې بېګاه ناوخته ورته نامعلوم کسان ورغلي دي او دوې خونې یې سوځولي دي.

په خبرپاڼه کې ژمنه شوې، چې د دې کړنې د عاملینو د نیولو هڅې روانې دي.

په ننګرهار کې له دې وړاندې هم د ځینو لېسو ودانیو ته اور اچول شوی و، چې وروسته یې د یادو لېسو مسوولین پکې ښکېل بلل شوي وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button