کابل په جګړه کې: د دولت او وګړو ترمنځ پراخېدونکی واټن

د فبروري په دویمه، د Overseas Development Institute د وسله والو ډلو د مطالعاتو د مرکز مرستیال مشر، فلوریان ویګنډ، دLondon School of Economics and Political Science مرکز په بلاګ کې یو مطلب لیکلی دی. د مطلب عنوان دی: کابل په جګړه کې: د دولت او وګړو ترمنځ پراخېدونکی واټن.

د لیکنې ژباړه دلته لوستلای شئ:

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

کله چې د ۲۰۲۰ز په فبروري کې طالبانو او امریکا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د طالبانو او د افغانستان حکومت ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو په اړه هوکړه لاسلیک کړه، په افغانستان کې د هیلو فضا رامنځته شوه. تر شپږو کلونو پورې پرلپسي تر ۱۰ زرو  د زیاتو کلني ملکي تلفاتو وروسته د وینې تویېدنې د درېدو فرصت راښکاره شو.

محتاطو څارونکو ویل چې د سولې پروسه به څو کلونه ونیسي ‌او خبرداری یې ورکړ چې د هوکړې محرک د امریکا داخلي سیاست و، چې په افغانستان کې سوله یې یوه حاشیوي موضوع ده. که څه هم د ۲۰۲۰ز په لومړیو نهو میاشتو کې ملکي تلفات ۳۰ سلنه راټیټ شول، خو د افغانستان جنګ بیا هم د نړۍ تر ټولو مرګونې جګړه پاتې شوه. د دې ترڅنګ، له هغه وخت راهیسې د هېواد په اوږدو، حتی په کابل ښار، کې د ترورونو لړۍ ملکي کسان په نښه کړي دي، بمي چاودنې او جرایم زیات شوي، چې دې ټولو پراخه وېره رامنځته کړې ده.

ناامني نه یوازې د سولې د پروسې په اړه پر هیلو اغېز پرېباسي، بلکې د خپلو وګړو د ساتنې لپاره د دولت په توان هم د خلکو باور کمزوری کوي. د ځان ساتلو لپاره د اضافي امنیتي تدابیرو په نیولو سره، دولت نور هم له خپلو خلکو واټن نیسي، چې په دې سره خپل مشروعیت نور هم له لاسه ورکوي.

په ډار کې ژوند: ترورونه او جرایم

د ۲۰۲۱ د جنوري په ۱۷مه، ذکیه هروي او قدریه یاسیني، چې د افغانستان په لویه څارنوالۍ کې یې د څارنوالانو په حیث کار کاوه، سهار خپل کار ته پر لاره وې چې څو موټرسایکل-سپاره یې د کابل په قلعه فتح الله سیمه کې ټویوټا کورولا موټر ته ودرېدل. موټرسایکل-سپرو پر موټر باندې ډزې وکړې، دواړې څارنوالانې یې ووژلې او له سیمې وتښتېدل. داسې پیښې اوس تر غمجنوونکي حده عامې شوې دي. په ځانګړي ډول هغه کسان چې د دولت استازیتوب کوي، دولت ته کار کوي، له دولت سره تړلي وي او یا د بشري حقونو او د بیان د ازادۍ په څېر د مهمو ارزښتونو، چې د افغانستان اساسي قانون یې دفاع کوي، ننګه کوي او ګڼ نور کسان تر بریدونو لاندې دي، په کوڅو کې وژل کیږي او یا په هغو چسپکي ماینونو په نښه کیږي چې د دوی په وسایطو پسې نښلول شوي وي. دا ترورونه له سرتیرو بریدونو موجوده وېره نوره هم زیاتوي.

په کابل کې اوس حتی ځینې خلک د خپل نوم، د ټلفوني شمېرو د تفصیلاتو او د وینې د ګروپ په اړه یادښتونه په جېب کې ګرځوي څو له نومورکي مرګه ځان وساتي. پر دې هر څه برسېره، د کابل اوسېدونکي د زیاتېدونکو جرایمو له مشکل سره هم مخ دي. وسله والې غلاوې، د وسایطو غلا کول او قتلونه عام شوي دي – چې دې په ښار کې ژوند نور هم سخت کړی دی.

د خپلو وګړو په ساتنه کې د دولت ناتواني:

زیاتېدونکې ناامني عامو افغانانو ته هره ورځ وریادوي چې دولت یې نه دوی ساتلای شي او نه هم د عاملینو په اړه د تحقیق کولو توان لري. ممکن طالبان به لږترلږه په ترورونو کې د پاموړ برخې مسؤلیت کې شریک وي، او ممکن نور خلک به هم د خپلو مخالفینو د په نښه کولو لپاره له تتې امنیتي فضا کار اخلي.

د دې پرځای چې افغان امنیتي‌ځواکونه د خلکو لپاره د پولیسو رول ادا کړي او د بشري امنیت په راوستلو سره خلک وساتي، نړیوالې ټولنې تر ډېره حده دا ځواکونه د طالبانو پر ضد د جګړې لپاره وروزل. د ساري په ډول، د افغان ملي پولیسو ګڼ شمېر غړي په هغو لنډمهاله کورسونه کې وروزل شول چې د وسلو په استعمال یې تمرکز کاوه – نه دا چې د جرمونو د پلټلو په څېر د پولیسو دودیزې دندې وروښيي.

د دې نتیجه دا شوه چې د جرمونو او تاوتریخوالي مرتکبین زیاتره وخت ازاد ګرځي. له دې سره په څنګ کې پر امنیتي ځواکونو باندې د امنیت راوستلو او د بریدونو او جرمونو د پلټنو په برخه کې باور زیات کم دی. تر دې بدتره لا دا چې پولیس پخپله د جرمونو او فساد مسؤلین ګڼل کیږي. نن ګڼ شمېر کسان امنیتي ځواکونو ته د ناامنۍ د یوې منبع په سترګه ګوري – حتی په کابل ښار کې هم داسې کیسه ده، چیرې چې زیاتره وخت خلک په افغان امنیتي او دفاعي‌ ځواکونو او د طالبانو پر ضد د هغوی په جګړه ویاړي. د کابل په کوڅو کې د جرمونو له زیاتوالي سره په سیاق کې، زیاتره خلک امنیتي ځواکونه پخپله په جرمونو کې ښکېل بولي، چې ګویا له فساده ګټه ترلاسه کوي ‌او یا هم حتی پخپله د جرمي شبکو برخه دي. یوه مرکه کوونکي، چې په عدلي سکتور کې یو چارواکی و، ما ته وویل، ”که په کوڅه کې پولیس ووینې، زړه دې غواړي چې لار ترې چپه کړې او په بله لار ولاړ شې“.

سرسري امنیتي تدابیر نور هم دولت له خلکو لیرې کوي. په ۲۰۰۱ز په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له مداخلې راهیسې د تاوتریخوالي هره لړۍ په دې منتجه شوې چې په نورو چیکپوسټونو، کانکریټي دېوالونو او زرهي وسایطو زور ولګول شي. دا کار هغه څوک کوي چې د ګرانو او پرمصرفه امنیتي تدابیرو وس لري، چې د نړیوالې ټولنې استازي، لوړپوړي حکومتي چارواکي او بانفوذه قومندان یې د یادونې وړ دي.

لکه څنګه چې ما په خپل تازه خپاره  شوي کتاب Cities at War کې ویلي، دې امنیتي کارونو او تدابیرو په کابل ښار کې دننه ښاري جغرافیې او ورځني ژوند ته شکل ورکړی، د ساري په ډول عام ځایونه په داسې امنیتي سیمو بدلې شوې چې یوازې خاص کسان ورننوتلای شي. دې امنیتي تدابیرو حتی په کابل ښار کې هم چیرې چې دولت – ولسمشرۍ ماڼۍ، پارلمان، وزارتونه او مقرونه – د جغرافیې په لحاظ خلکو ته ورنږدې دي، د خلکو او دولت ترمنځ فزیکي واټن زیات کړی دی.

د حکومت دفترونه د هغو کانکریټي دېوالونو تر شا دي چې د عامو خلکو لارې یې بندې کړې دي، او د زغره والو وسایطو کاروانونه ترافیکي رش کش نور هم زیاتوي. په عین حال کې، هغه کسان چې لوړپوړي نه ګڼل کیږي او ګران امنیتي محافظتي تدابیر – لکه زرهي موټرونه – نشي اختیارولای، د بریدونو له ګواښ سره ډېر زیات مخ دي او پر خپل ژوند به ډاریږي. دا چاره دولت له دې خطر سره مخ کوي چې یوازې د یوې خاصې حلقې لپاره د کارکوونکي په سترګه ورته وکتل شي – داسې چې د عامو خلکو اندېښنو ته رسیدګي‌ کول نه غواړي او یا یې نشي کولای.

خاتمه:

په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې تر مداخلې شل کاله وروسته، ترورونه، (ځانمرګي بریدونه)، جرایم او د تاوتریخوالي نور ډولونه لا هم په هېواد کې د خلکو پر ورځني ژوند سختې اغېزې پرېباسي. دا چې خلک د خوندیتابه احساس نه کوي، ناامني پر دولت باندې د خلکو باور نور هم کموي. د ځان د ساتلو لپاره د سختو امنیتي تدابیرو په هڅو سره دولت له خلکو نور هم واټن نیسي او دا خلا پراخوي. که څه هم دا فاصله د یاغیانو لخوا قصدًا رامنځته شوې چې د دولت نامشروع کول غواړي، دا د نړیوالې ټولنې د دولت جوړونې د هغې پروژې د ناکامۍ پایله هم ده چې د افغان نفوس د ساتونکو ادارو په جوړولو کې پاتې راغله. د ناامنۍ او بېباورۍ له بدخواهانه ګردشه د راوتلو لپاره به افغان دولت او نړیواله ټولنه اړ وي چې د عامو افغانانو امنیت ته لومړیتوب ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: