زابل: په شهرصفا ولسوالۍ کې پولیسو د قران کریم یو حافظ وژلی دی

عزم(پنجشنبه، ۱۶، سلواغه ۱۳۹۹): د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې د دغه ولسوالۍ عسکرو پر یوې مدرسې چاپه وهلې او د قران کریم یو حافظ یې وژلی دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي، پرون د شهرصفا ولسوالۍ عسکرو د دغه ولسوالۍ اړوند د قومندان عبدالاحد پر کلي چاپه وهلې او بخت محمد د فدا محمد زوی یې په شهادت رسولی دی.

د ښاغلي احمدي په خبره، عسکرو د شهرصفا ولسوالۍ د زیارت کلي دوه ملکي کسان هم وژلي او د ګڼو خلکو د برمو لمریزې برېښنايي ښيښې یې ماتې کړي دي.

«د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ اړوند د قومندان عبدالاحد پرکلي تیره ورځ ګوډاګیو عسکرو چاپه ووهله چي پکې د مدرسې یو تن د قرآن کریم حافظ بخت محمد د فدا محمد زوی یې په شهادت رسولی.

او د زیارت له کلي سره یې۲تنه کلیوال په شهادت رسولي او د مسجدامام یې هم وړی دی او زیات شمیر د برمو شمسياني یې ماتې کړې دي.»

له دې وړاندې هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې د پولیسو، اردو، اربکیانو او نورو حکومتي عسکرو له لوري ګڼ ملکیان وژل شوي؛ خو تراوسه د یوه هم علني محاکمه ترسره شوې نه ده.

تېره میاشت د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په خپل کلني راپور کې ویلي وو، چې لا هم د افغان امنیتي عسکرو له لوري ګڼو ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوړي، خو افغان امنیتي ادارې په دې اړه هېڅ اقدام نه کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button