د احمد شاه بابا هوايي ډګر په عصري توګه رغول کېږي

عزم(پنجشنبه، ۱۶، سلواغه ۱۳۹۹): د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د لوی احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر به په عصري او معیاري توګه ورغول شي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر د نړیوال ترمینل او د کارګو ترمینل چارې د «USAID» په مالي مرسته او «Tetra Tech» موسسې په تخنیکي همکارۍ یې مطالعات پیل شوي او د اوو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

د خبرپاڼې له مخې، د دغه بهیر له پوره کېدو سره سم به یې د ډېزاین چارې پیل او ترڅنګ به یې د جوړولو چارې هم پیل شي.

د ملکي هوايي چلند ادارې مشر محمد قاسم وفايي زاده وايي، له کندهار څخه دوبۍ او ډهلي ته د اریانا افغان او نورو هوایي شرکتونو د پروازونو د بیا پیلېدو په اړه هم خبرې روانې دي.

اوسمهال د کرونا وایروس د خپرېدو او قرنطین له امله متحده عربي اماراتو او هندوستان ته الوتنې ځنډول شوي، چې له سره پیل شوي نه دي.

له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې په کندهار کې د احمد شاه بابا د هوايي ډګر د جوړولو چارې روانې دي، خو تراوسه یې چارې بشپړې شوي نه دي.

د نړیوالو له پراخه مرستو سربېره افغانستان لا هم د سیمې په کچه یو هوايي ډګر نه لري او په افغانستان کې ټول هوايي ډګرونه د بهرنیو عسکرو له لوري نیول شوي او دوی پکې مېشت دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: