زمونږ او د نورو چارواکي

د اروپايي هېواد سويډن سياست مداران په ځانګړي ډول د پارلمان غړي د نړۍ د زياتره هېوادونو برعکس د دوی منصب ته په کتلو هيڅ حقوقي او مادي اضافه امتياز نه لري.
زياتره سياستمداران، د دولت وزيران او د پارلمانRiksdag استازي يې مکلف دي چې په پبليک ترانسپورت کې تګ راتګ وکړي يوازې په استثنايي مواردو کې له شخصي موټرو کار اخلي.
د پارلمان غړو ته يې د تګ راتګ لپاره د بسونو عمومي ټکټ ورکول کېږي شخصي موټر او شخصي ډرايور نه لري.
هيڅ سياستوال يې قانوني مصونيت نه لري او لکه عادي خلک ، ولس يې هر وخت کولای شي چې محکمې ته يې راکش کړي.
پارلمان Riksdag يې د هغو استازو لپاره چې له بل ښار څخه پلازمېنې ته راغلي وي، يو ۴۵ متره اپارتمان په کرايه ورکوي.
خو هغه وخت د مېلمنو اجازه لري چې اضافه پيسې يې د کرايې په توګه د پارلمان بانکي حساب ته ولېږي. د کور مصرف يې هم بايد د ابتدايه ښوينځي د معلم له منوسط معاش له دوه چنده څخه ډېر نه وي.
د تاسې په کنټري کې څه غورې دي؟!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button