د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خلیلزاد سره پر افغان سوله غږیدلی دی

عزم(جمعه، ۱۷سلواغه ۱۳۹۹): د امریکا دبهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلینکن سره لیدنه کړې ده.
بلينکن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، له خلیلزاد سره يې په افغانستان کې د راتلونکو ګامونو، د وسلوالو ډلو له ګواښونو د امريکا او ملګرو د خونديتوب، په افغانستان کې د عادلانه او تلپاتې سولې او تلپاتې اوربند باندې خبرې کړي دي.
خلیلزاد هم دا لیدنه تائید کړې کړې او زیاته کړې یې ده چې له نوي خارجه وزیر سره یې د شرایطو په رڼا کې پر جوړې شوې سټراټيژي چې افغانستان کې سوله او ثبات راولي او د افغانستان خاوره د امريکا او ټولو متحدينو پر خلاف له کارولو منعه کړي؛ خبرې کړې دي.
دا لیدنه داسې مهال کیږي چې امریکا ویلي، ددوحې هوکړه ارزوي او وروسته بیا دغه هیواد کې د خپل نظامي حضور په تړاو پریکړه کوي

بل لور ته ویل شوي چې د بایډن ادارې “توماس ویسټ” د ښاغلي خلیلزاد د نوي مرستیال په توګه ټاکلی دی.
خلیل زاد ویلي چې په سیمه کې د توماس ویس تجربه به ورسره په افغانستان کې د تلپاتې سولې په راوستو کې مرسته وکړي.
توماس ویسټ د متحده ایالاتو د ملي امنیت د شورا د افغانستان – پاکستان څانګې پخوانۍ رییس او د ولسمشر د پخواني مرستیال جو بایډن سلاکار هم و.

خلیلزاد او مرستیال یې

په همهاله توګه یوې امریکایي څیړونکې ډلې کانګریس ته په خپل راپور کې وړاندیز کړی دی چې باید افغانستان کې خپل ځواکونه وساتي او په بیړه یې ونه باسي.
خو طالبانو بیا خبرداری ورکړی دی، چې که امریکا افغانستان کې د خپلو ځواکونو د تمدید هڅه وکړه، د افغانستان وضعیت به خراب، بهرنیان به له سختو بریدونو سره مخ او مسؤلیت به یې بیا د امریکا پر غاړه وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: