کندز کې ۱۸ تنه دولتي عسکر وژل شوي

عزم(جمعه، ۱۷سلواغه ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې تېره شپه د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ اړوند د “اختر تپه” په نامه سیمه کې د ملي امنیت د مفرزه قطعې پر پوستو برید کړی او زیات شمیر عسکرو ته یې مرګ ژوبله ور اړولې ده.
طلوع نیوز د کندز ولایتي شورا د غړي، رباني رباني له قوله ویلي، دغه برید کې شاوخوا ۱۶تنه عسکر وژل شوي؛ خو شمشاد بیا د خپلو منابعو په حواله راپور ورکړی، چې دغه برید کې ۱۸ تنو سیمه ییزو پولیسو خپل ژوند بایللی دی.
خبري منابع وایي چې دغې جګړې شاوخوا ۸ ساعته دوام وکړ او په کې له دواړو خواوو څخه له درنو او سپکو وسلو کار اخیستل کیده.

ویل کیږي چې د جګړې پر مهال یادو ځواکونو ۲۰۷پامیر قول اردو هم مرسته غوښتې وه، خو هغوی یې هېڅ راز مرسته نه دی کړې.
ځینې سرچینې وایي چې د وژل شویو پولیسو سربیره، دوه تنه یې طالبانو ژوندي له ځانه سره وړي او په زیات شمیر وسلې او مهمات یې هم ترلاسه کړي دي.
تر اوسه  طالبانو او دولتي چارواکو په دې هکله رسماً څه نه دي ویلي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: