اشرف غني د امریکې له دفاع وزیر سره ټليفوني خبرې کړې

عزم(شنبه، ۱۸سلواغه ۱۳۹۹): له ارګ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې اشرف غني تیرماښام د امريکا د متحدو ايالتونو دفاع له وزير “لويډ استين” سره د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو او د افغانستان د سولې پروسې د وروستيو انکشافاتو په اړه ټلیفوني بحث او خبرې کړې دي.

ارګ وایي، چې د امريکا د دفاع وزير د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ وستايلې او ویې ويل چې د هيواد نوی حکومت يې د سولې هغې پایداره پروسې چې د افغانانو په ګټه وي، ملاتړ کوي.

خبرپاڼه زیاتوي،امریکایي وزیر ته په دې ټليفوني مکالمه کې امرالله صالح او د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب په امنيتي او دفاعي سکتور کې د اصلاحاتو په اړه معلومات ورکړل او دواړو لوریو پر ورستیو هدفي وژنو او جګړو زیاتوالي باندې خواشیني په ډاګه کړه.

پنټاګون هم په یوه خبرپاڼه کې ددې ټلیفوني اړیکې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې دواړو لوریو د سولې له رامنځته شوي فرصت نه په ګټه اخیستو باندې ټینګار وکړ.
دا لومړی ځل دی چې اشرف غني د امریکا له دفاع وزیر سره خبرې کوي، تر دې وړاندې یې د بهرنیوچارو له وزیر سره هم خبرې کړې وې، چې هغه ورتهډاډ ورکړی وه چې ژر به ورسره ددغه هیواد نوی ولسمشر جوبایډن هم تلیفوني خبرې وکړي.

شنونکي وایي، د ارګ چارواکي هڅه کوي د خپلې واکمنۍ د بقاء لپاره  د امریکا نوې اداره د دوحې په تړون بې باوره کړي او په همدې موخه یې پراخې لابي ته ملاتړلې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button