د مشرانو جرګې درې غړي په لس کاله بند او ۴۰زره ډالره جریمه محکوم شوي

عزم(شنبه، ۱۷ سلواغه ۱۳۹۹): د مشرانو جرګې درې غړي لیاقت‌الله بابکرخیل، محمدانور باشلیق او عظیم قویاش د عدلي او قضایي مرکز ابتدایه محکمې له لوري د اداري فساد په تور په لس کالن او یوه میاشت تنفیذي بند او څلویښت زره ډالر نغدي جریمه محکمه شوي.

دغه درې واړه سناتوران د حیرتان بندر ته د فساد د ارزونې په خاطر تللي وو چې هلته د څلویښت زره ډالرو بډو اخیستلو تورن شوي وو چې نن شنبه د عدلي او قضایي مرکز د ابتدایه محکمې له لوري په یاد بند او نغدي جریمه محکوم شوي.

حکومت په دې وروستیو کې د فساد د مخنیوي په اړه هڅې شروع کړي او په دې اړه خبرونه هم زیات ورکوي، خو بلخوا بیا له هیواد د پیسو ویستلو په اړه هم راپورونه ورکول کیږي چې د زیاتو خلکو غبرګونونه یې هم راپارولي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button