دنبوي سنتو دپيروي ارزښت

ابی بن کعب رضی الله عنه ویلی:دحقي اودرسالت دلاري پيروي درباندی واجب ده، ځکه څوک چي دالله په حقه اودرسول په سنت طريقه قائم ،الله تعالی،رحمن اورحيم یادکړي، دهغه له ویري یې له سترګواوښکي رواني شي،ددوزخ اور به يې ونه سوزوي،په الهی او سنت طریقه لږعبادت دزيات عبادت څخه چي دسنت په خلاف وشي،غوره دی .

ددې ګټه امام عبدالرحمن ابن الجوزي رحمه الله داسي بیان کړې، چي هغه څوک چي په ظاهراوباطن په سنتوبرابر يوازي فرضي اوسنت لمنځونه اداکوي، ترهغه چاغوره دی ،چي دسنت طريقې خلاف شپه اوورځ لمونځونه کوي .

عبدالله بن مسعودرضی الله عنه ويلي: په سنت طريقه عبادت دبدعت په طريقې له ډیرعبادت څخه غوره ده.

ابن عباس رضی الله ویلی: څوک چي خپله په سنت طريقه روان وي، له بدعت څخه منعه اودرسالت دطريقې وصيت کوي، داسي سړي ته کتل عبادت شميرل کيږي .

ځکه داسړی ولي دی، هغه ته په کتلوانسان ته الله په يادورځي اودالله تعالی يادول غوره عبادت دی .

ابوالعاليه تابعی رحمه الله ويلي: درباندي واجب ده ،چي لومړۍ طريقه غوره کړې،داهغه طريقه ده چي دایمان خاوندان له بې اتفاقي وړاندي پرې متفق وو، عاصم رحمه الله وایې : مادابوالعالیه رحمه الله خبره حسن بصری رحمه الله ته بيان کړه، هغه راته وویل: په الله قسم ابوالعاليه رښتیاويلي اوغوره نصيحت یې درته کړی .

امام اوزاعی رحمه الله ویلي: سنت طريقه ټينګه اونیسه، چيري چي صحابه رضی الله عنهم تم شوي، هلته تم شه، چيري چي یې خبره کړي، هلته خبره وکړه اوله کوموڅيزونوڅخه چي منعه شوي، ځان ورڅخه منعه کړه، دسلف صالحينو(صحابه وورضی الله عنهم) په لار روان شه، ځکه چيري چي دهغوی ځای وي، ستاځای به هم هلته شي، يعني په لوړ جنت کي به دهغوی سره يوځای شې .

امام اوزاعی رحمه الله داهم ويلي: چي ماالله تعالی په خوب وليد، ماته یې وویل : ای عبدالرحمن! ته زمالاري ته دنيکوخبروبلنه کوې اودناوړوخبروڅخه منعه کوې.

ماورته وویل : اې ربه! داستاپه فضل رانصيب شوي اوماهيله ورڅخه وکړه چي ماته په اسلام مرګ راکړې .

الله تعالی راته وویل: بلکه په اسلام اوسنت باندي، يعنی په اسلام اوسنت دواړو دمړيني هيله وکړه،ځکه زه په خپل خوښ کړي دين (اسلام) اودخپل حبيب رسو ل الله ﷺ په سنت طریقه مرګ درکوم .

سفيان الثوری رحمه الله ویلي: يوه خبره بې له عمله صحيح نه ده،قول اوعمل ترهغه مهاله نه شي صحيح کېدلی چي ترڅونيت نه وي سم شوی،قول ،عمل اونيت ترهغه وخته نه صحيح کيږي، چي ترڅودنبی عليه السلام په سنت طریقه برابر نه وي .

امام ابن الجوزي رحمه الله په دې اړه وايي، چي له صحابه وورضی الله عنهم وروسته له حديثوڅخه درسالت طريقه څرګنديږي اوپه سنتو عمل دظاهري اوباطني تقوا په موافقت سره کېدلی شي،که څوک يوازي په ظاهري اعمالوکي له سنتوسره موافق وي اوباطن یې دالله تعالی له ويري،عظمت، دآخرت له شوق اوله دائمي يادڅخه غافل وي،داسي معلوميږي،چي نيت نه لري اوداسي خلک هميشه ډیرلږ وي.

ژباړه موسی مهاجر

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button