د کابل اداره ولي منفوره او طالبانو محبوبیت خپل کړ !؟

لیکوال: خپلواک افغان

د سولې لپاره د مثبتو مذاکراتو د پیل سره سم د کابل اداره د دې په ځای چې سولې ته ژمنتیا وښیي د سولې په مخ کې شته موانع لري کړي برعکس یې د خپل عادت سره سم د پخوا په څېر په هیواد کې عامه مرموزي وژني، په دیني، عصري روزنتونو او مراکزو، په عامه ګڼ مېشتو ځایونو بریدونو ترسره کولو ته مخه کړې، په ښکاره، مستقیم او غیر مستقیم ډول یې له هیواده ملي شتمنۍ او ملي سرمایې مختلیفو هیوادونو ته قاچاق کړي او لا یې هم قاچاق کوي.

– بلخوا طالبانو د خپل مسؤولیت آداینې او الهی حکم د پوره عملي کولو له مخې په هیواد کې د خپلواکۍ راوستلو، اسلامي نظام قائمولو، ولس له ظلمونو، وحشتونو څخه د خلاصولو، هغوی ته د آرام ساه ورکولو او د کفر، اشغال، فساد د ختمولو په پار په نظامي ډګر کې د پوره بریا ترلاسه کولو سره سره یې په سیاسي ډګر کې هم د خپل مسؤولیت ادایني له مخي د سولي مذاکراتو په کامیابه کولو او په مخ وړلو کې پوره کوښښونه ترسره کړل او لا یې هم ترسره کوي چې د زیاتو مثبتو نتېجو ترڅنګ یې اولس ته د خپلواکۍ او هوساینې زېري له ځانه سره راوړل.

نو له دې څرګندېږي چې طالبان ترهګر نه، طالبان د سولي مخالفین نه، طالبان جنګ غوښتووونکي نه، طالبان اولس وژوونکي، اولس ځوروونکي، د هیواد د ملي شتمنیو او وطن لوټَوونکي نه بلکه هغوی یو ستر واقعیت دی چې د هیواد، دین د نفاظ، د هیوادوالو د هوسایني، هیواد له استعمار، اشغال، غلامۍ څخه د خلاصولو او په هیواد کې د یوه داسي سپېڅلي اسلامي نظام چې پکې هر حقدار ته خپل حق رسېږي د پوره حاکمیت لپاره حقه او مشروعه مبارزه ترسره کړې او لا یې هم ترسره کوي.
او برعکس د کابل اداره ترهګره، سوله ضد، د سولي په وړاندي خنډ ایجادوونکې، په هیواد کې ګډوډي، ظلم، فساد، استعمار، غلامۍ، فسق او فساد خوښوونکې د بل تر واک لاندي جوړه شوې اداره ده، نه غواړي چې هیواد مو له استعمار، اشغال، غلامۍ او بلواکۍ څخه خلاص او پکې یو سپېڅلی اسلامي نظام قائم شي، ځکه دا اداره د اشغال، غلامۍ او بلواکۍ تر چتر لاندي جوړه شوې اداره ده چې له همدې لاري دوی د هیواد، د هیواد د ملي شتمنیو، اقدارو، د اولس په خلاف او دین ته د سپکاوي کولو او ددین د بد نامه کولو لپاره روزل کیږي او استعمالېږي.

– دوی ځکه د استخباراتي دسیسو، ظلمونو، وحشتونو او د سولې په وړاندي د خنډ ایجادولو په ترسره کولو سره د دې فاسد، فاحش، منفور او غلام جمهوریت د له منځه وړلو سره مخالفت څرګنده وي چې ددوی په دې غلام او فحاش نظام کې ګڼ شمېر شخصي ګټي موجودي دي، دوی په ازاده توګه په دې نظام کې ظلم، فحاشي، عُریاني، وحشت، فسق او غلا په داسي ارامه فضا کې ترسره کولای شي چې څوک یې مخه هم نشي نیولای بلکه برعکس د داسي څه په ترسره کولو کې تشویق او امتیارات ورکول کېږي چې د اسلامي نظام په راتلو سره یې دا هرڅه له لاسه وځي لهذا دوی ددې لپاره چې همدا شخصي ګټي یې خوندي پاتي شي د داسي استخباراتي دسیسو په ترسره کولو سره د سولي مذاکراتو او اسلامي نظام د قائمولو په وړاندي خنډ واقع کېږي.

“خپلواک افغان”

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button