هرات او نیمروز کې ګڼ شمیر عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

عزم(چهارشنبه، ۲۲ سلواغه ۱۳۹۹): د هرات ګلران ولسوالۍ کې تیره شپه طالبانو د ملي اردو د عسکرو په یوه پوسته برید کړی چې ۹ سرتیرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

د هرات د ولایتي شورا غړی غلام حبیب هاشمي وایي چې دغه برید تېره شپه د هرات ګلران ولسوالۍ د انتن پر پوستې باندې ترسره شوی چې له امله یې دري پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
هاشمي ویلي چې پوسته د طالبانو لاس ته لوېدلي یو شمیر وسلې او مهمات یې هم نیولي.

طالبانو د برید مسئولیت منلی ویاند یې ویلي چې د ګلران ولسوالۍ کې یې یوه پوسته نیولې، ۸ عسکر یې وژلي او ۳ میله وسلې یې لاسته ورغلي.

په یو بل خبر کې ویل شوي چې تیره شپه د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې هم ۹ سرتیري وژل شوي دي او پنځه یې ټپیان شوي دي.

د نیمروز د ولایتي شورا یو غړی نعمت الله صدیقي وایي چې لسګونه طالبانو د خاشرود ولسوالۍ اړوند منار سیمه کې د اردو د عسکرو په یوه قرارګاه برید کړی چې په ترڅ کې یې ۹ سرتیري وژل شوي، ۵ تنه ټپیان شوي، ۲ تنه یې طالبانو ژوندي نیولي او د یوه بل برخلیک نامعلوم ده.

بل لور ته طالبان بیا وایي چې په دغه برید کې یې ۱۵ تنه عسکر وژلي، یو یې ژوندی نیولی او یو شمیر وسلې او مهمات هم لاسته ورغلي دي.

نیول شوې وسلې

نیول شوی عسکر

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button