ښه مېرمن

يو چا يو سپين ږيری په شا، ډاکټر ته يووړ. ډاکټر له روغ تنه وپوښتل: “دا پلار دې څو کلن دی؟”
روغ سړي ورته ووېل: “دا مې پلار نه بلکې زوی دی!” ډاکټر اريان شو ورته کړه يې: “ته څنګه داسې ځوان يې؟ او زوی د بوډا؟”
روغ کس ځواب ورکړ: “دا ځکه چې زه په کور کې نېک کرداره، کاريګره، په ژبه پوه او پاک لمنې مېرمن لرم چې د باندې په ښه ډاډه زړه کار کوم او هم مې په کور کې د دې په خندا ټول غمونه او ستړياوې لېرې کېږي خو د “زوی” مې داسې ښځه ده چې هر کله سره وويني نو د دواړو روحي رنځ زياتيږي ځکه چې روحي توافق يې تر منځ نشته او بله دا چې ډېره عصبي، بېکاره او ناپوهه ده. نو همدا سبب دی چې زما زوی دې حال ته رسېدلی!!” 🙂

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button