د سیکولر او ملا سودا

سیکولر د اوبو یو څاه خرڅاوه؛ نو یو ساده ملا یې را ګیر کړ او څاه یې پر خرڅ کړ.
بله ورځ سیکولر په بازار کې ملا ولیدي او ورپسې یې غږ کړ چې ملا صیب! ما په تا څاه خرڅ کړي دي اوبه نه؛ که اوبه دې استعمال کړې پیسې به یې راکوې !!
ملا صیب ورته په ورین تندې وویل، یاره زه هم درپسې په ګرځیدو سرګردان وم، ما خپله غوښتل درسره و وینم.
یا خو دې اوبه له څاه اوباسه یا به یې کرایه راکوې.
وایي سیکولر د دې خبرې په اوریدو سره ذهنی توازن له لاسه ورکړي اوس چې هر ځای سودا کوي اول پوښتنه کوي چې ملا خو به نه یې؟

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: