بلخ کې طالبان او حکومت یو بل ته د سترې مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي

عزم(پنجشنبه، ۲۲ سلواغه ۱۳۹۹): دفاع وزارت ادعا کړې چې تیره ورځ یې د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې د طالبانو دوه مرکزونه په نښه کړي.

د دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو بریدونو کې ۵۶ تنه طالبان وژل شوي او ۲ ډیپوګان یې له منځه تللي، خو ازادې او ځایي سرچینې بیا دغه شمیره نه تاییدوي.

بل لور ته طالبانو ادعا کړې چې تیره ورځ یې د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ اړوند سبوس خورو، هزاره قشلاق او تیمورک سیمو کې د بلخ جوزجان په عمومي لاره د عملیاتي قوې په کتار برید کړی چې ترڅ کې یې ۳ ټانګونه یو موټر له منځه تللي، د ۳ کمانډویانو په ګډون ګڼ عسکر وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان کړي دي.

طالبانو د ځینو ویشتل شویو تانګونو انځورونه هم نشر کړي چې ښیي په راکټ یا بله غټه وسله لګیدلي او د اور لمبې پرې راتاو دي.

‏‎په ورته وخت کې طالبانو ادعا کړې چې د ننګرهار په شیرزادو ولسوالۍ کې ۲۰ تنو عسکر او پولیس وژلي او یو شمیر نور یې ټپیان کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button