ولسي جرګه کې د پنجشیر استازي ظهیرالدین سعادت په موټر چاودنه شوې

عزم(جمعه، ۲۳ سلواغه ۱۳۹۹): نن غرمه مهال په ولسي جرګه کې د پنجشیر د خلکو پخواني استازي ظهیرالدین سعادت په موټر چاودنه شوې چې پنځه تنه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.
د باګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي ویلي، دغه چاودنه د پروان ولایت باګرام ولسوالۍ اړوند صیادو سیمه کې رامنځته شوې چې د نوموړي پنځه ساتونکي پکې ټپیان شوي دي.
قدوسي ویلي چې خپله ظهیرالدین سعادت په موټر کې نه وو، ټپیان د پنجشیر ایمرجنسي روغتون ته وړل شوي، خو د دریو روغتیایي وضعیت نازک دی.
په دې وروستیو کې د پروان په لویه لار چاودنې او بریدونه زیات شوي چې وخت ناوخت پکې چارواکی په نښه کیږي.