اعتراضونه به ستونزه حل کړي؟

عنایت الله خاموش
له کله چې افغان خاوره اشغال شوي او د لويو لارو پر سر پوستې جوړي شوي؛ په دوامداره توګه له خلکو پيسې اخلي، وهي يي، وژني يي او نور تکلیفونه ورته رسوي. په دې موضوع باندې مخکې هم عامو خلکو، په لویو لارو تېرېدونکو مسافرو او موټر چلونکو څو-څو واره غږ پورته کړی او د لویو لارو پر سر پرتو پوستو له عسکرو يې شکایت کړی. خو نه یوازې دا چې غږ يې نه دی اورېدل شوی، بلکې حالات نور هم خراب شوي او لا د خرابېدو په حال کې دي. څو ورځې وړاندې رسنیو خبر ورکړ چې د کابل ـ کندهار لويې لارې موټر چلونکو په دې لاره د پرتو پوستو عسکرو د ناسم چلند له امله اعتراض او کار بندیز پيل کړی. دوی وايي چې عسکر په زور او غیر قانوني توګه پیسې ترې وړي او که يې ور نه کړي وهي يې او حتی په دې مسیر يې څوکسه موټروانان وژلي هم دي. دوی وايي چې که ستونزه يې حل نشي اعتراض ته به دوام ورکړي.
د کابل ـ کندهار او نورو لویو لارو باندې د عسکرو پرتې پوستې، نه یوازې دا چې د خلکو امنیت يې خوندي کړی نه دی؛ بلکې پر لاره تېرېدونکو هیواد والو لپاره يې لوی سر خوږی جوړ کړی. دا هغه عسکر دي چې د اشغال تر سیورې لاندې جوړ شوي نظام په ملاتړ يې وسله پورته کړې او له ۲۰۰۱ څخه تر اوسه يې لکونه بې ګناه هیوادوال د اشغالګرو د ساتنې په موخه شهیدان کړي.
د کابل ـ کندهار د لويې لارې حالت، اوسهال هغه د ټوپکیزم د دورې حالت ته ورته دی. ځکه همغه کسان چې د ټوپکیزم پر مهال يې پر لویو لارو پوستې جوړې کړې و مسافر به يې لوټول او بیا طالبانو افغانستان ترې خلاص کړ؛ په افغانستان باندې د امریکايي یرغل سره جوخت د هغوی په ملګرتیا کې ښکېل شول او یو ځل بیا يې د افغانانو لوټولو ته کار ووایه.
یوازې دغه د لویو لارو پر سر د پرتو پوستو عسکر نه دي چې له هیوادوالو په زور او جبر پيسې وړي؛ بلکې په ولسوالیو او ښارونو کې هم ورته حالت روان دی او د کابل ادارې عسکر له هر هغه چا څخه په زور پيسې وړي چې خوښه يې شي. سلګونه داسې پېښې هم رامنځته شوي چې د دغه عسکرو له لوري کسان اختطاف شوي او بیا ترې خورا ډېرې پيسې وړي.
اوس چې خلکو کوم اعتراض پيل کړی او د دغه انډوخر او غلا د مخنیوي غوښتنه کوي؛ ګومان مي نه شي چې بند دې شي. ځکه یو څوک چې د پيسو د ترلاسه کولو لپاره، د اشغالګرو په ملاتړ وسله پورته کوي او په دې ویاړي چې د اشغالګرو حامیان دي؛ هیڅکله به د هیوادوالو د ستونزو د هواري لپاره مبارزه ونه کړي او د غلا څخه به لاس وانخلي. بلکې دغه حالت به تر هغې پورې روان وي، چې دغه کسان ورک سوي نه وي او ځل بیا لکه د پخوا په څېر د خپلو اعمالو په سزا رسېدلي نه وي. اعتراضونه ستونزه نشي هوارولای، که يې هوارولای شوای مخکې به يې هواره کړې وه؛ بلکې یوازینۍ حللاره دا ده چې اوسنی حالت باید تغیر وکړي او له دغه واکمنو څخه باید ځان خلاص کړل شي.
نو د دې لپاره چې هیوادوال مو د دې نجسو خلکو له شر څخه په امان وي، باید چې په اشغالګرو فشار راوړي ترڅو زموږ هیواد خوشی او خپلې ظالم عسکر زموږ له هیواد څخه بهر کړي. همدارنګه دلته دې د جګړې د دوام لپاره د اوسني ګوډاګي رژيم ننګه نه کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button