طالبان،ناټو ته: که د جګړو او اشغال دوام غواړئ، مسئولیت به يې د تیر په شان ستاسو پر غاړه وي

عزم(شنبه، ۲۵سلواغه ۱۳۹۹): طالبانو د هیواد د وروستیو سیاسي حالاتو او د دوحې تړون پر وړاندې وروستیو څرګندونو، د جګړو زیاتوالي،د بهرنیوځواکونو د پاتې کیدلو په هکله د راپورته شوېو خبرونو، بین الافغاني مذاکراتو او د ناټو د راتلونکې غونډې په هکله خپل غبرګون ښوودلی دی.
طالبانو د دوحې تړون د افغان ــ امریکا د روانې معضلې د حل یوازینی سیاسي حل بللی، چې باید هيڅوک ورته په “کمه ونه ګوري” او دغه تړون ته د خپلې ژمنتیا په تړاو یې ویلي چې « اسلامي امارت په خپل اړخ کې د تړون عملي کیدو ته په جدیت سره ژمن دی، په دې برخه کې يې مؤثر ګامونه اخیستي او له مقابل جهت څخه هم د یاد تړون په کلکه عملي کیدل غواړي.»

طالبانو د امریکايي چارواکو هغه څرګندونې چې په تیرو نیږدې ۱۲ میاشتو کې هيڅ بهرنی عسکر په افغانستان کې نه دی وژل شوي، یوه معترفانه بیلګه بللې او زیاته کړې یې ده چې «همداراز د تړون د متن سره سم د افغانستان له خاورې څخه هيچا هم د امریکا د متحده ایالاتو او د هغوی د متحدینو په ضد کوم اقدام نه دی کړی او نه هم اجازه ورکول کیږي»

طالبان وایي چې بین الافغاني مذاکرات ددوحې د تړون پر “اساس” پيل شوي چې اوربند يې هم د اجندا یوه موضوع ده.
اعلامیه کې د جګړو د زیاتوالي ادعا بې بنسټه بلل شوې او ویل شوي چې: «د اسلامي امارت لخوا د عملیاتو په کچه کې د ملاحظې وړ کمښت راغلی، د پخواني معمول پرخلاف، موږ تیر پسرلی کلني عملیات اعلان او پيل نه کړل. داچې د تیرو کلونو په شان یو په بل پسي د ولسوالیو مرکزونه نه فتحه کیږي، په لویو ښارونو کې په دښمن باندې ګڼ او ستر ستر عملیات نه دي شوي، د کوم ولایت د مرکز د نیولو پلان نه دی نیول شوی، که دا ټول د جګړې کموالی نه وي نو څه دي؟»

طالبان وایي، له داخلي جهتونو سره تر اوسه داسې کوم توافق ته نه دي رسیدلي چې د هغو په نظامیانو حملې ونه کړي « په کومو ځایونو کې چې جګړې شوي هغه اکثره هغه موارد دي چې زموږ مجاهدین د خپلو سیمو څخه دفاع ته اړ شوي، یا یې ولس د ځینو ضرر رسونکو پوستو له شر څخه خلاص کړی او یایې هم په لویو لارو د مسافرو او باروړونکو موټرو څخه د مالونو اخستونکو ټوپکمارو مخه نیولې.»

طالبانو مقابل لوری تورن کړی چې په مختلفو ولایاتو کې یې ستر ستر عملیات پيل کړي او آن په ځينو مواردو کې بهرنیو هوايي ځواکونو هم ملاتړ ورسره کړی،« همدا ډول په ملکي خلکو چاپې وهل شوي، د امریکايي الوتکو لخوا بې مورده او د تړون خلاف بمبارونه لاهم روان دي»

اعلامیه کې غه راز امریکایي لوری تړون ته پر نه ژمنتیا پړ بلل شوی او ویل شوي چې « د تړون له متن سره سم، د بین الافغاني مذاکراتو له پيل څخه وروسته په دریو میاشتو کې ټول بندیان لا نه دي خوشي شوي، په ملګروملتونو کې د اسلامي امارت مشران لاهم له تورلست او د جایزو له لست څخه نه دي ایستل شوي، د کابل ادارې د لومړۍ ردې چارواکو لخوا د تړون له لاسلیک څخه تر اوسه پورې جنګ طلبه او پارونکی خبرې او پروپاګند لاهم دوام لري، دغه راز د دوی لخوا په ښارونو کې په ملکي او بي دفاع اهدافو مرموز بریدونه ترسره کیږي، علمي کدرونه په نښه کیږي تر څو یې پړه پر مجاهدینو واچوي او رامنځته شوې فضاء بې باوره کړي، چې یاد ټول کارونه د مقابل جانب لخوا د سولې پروسې ته عدم تعهد ښيي.»

 

طالبانو پر ټولو جهتونو غږ کړی دی چې د پروپاګند، پارونو، بې بنسټه ادعاوو، او فضا مکدرولو پرځای خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې شي.
طالبانو ټینګار کړی چې ددوی لخوا دې څوک تشویش نه لري، بلکې پخپل اړخ کې دې تعهدات عملي کړي«زموږ دین موږ ته له خپلو کړو وعدو څخه د سرغړونې اجازه نه راکوي»

اعلامیه کې د ناټو د مشرانو راتلونکې غونډې ته په پیغام کې ویل شوي چې « د اشغال او جګړې دوام نه ستاسو او نه مو د اولسونو په ګټه دی اونه هم زموږ د ولس.»

طالبانو خبرداری ورکړی دی چې هرڅوک که د جګړو او اشغال دوام غواړي، مسئولیت به يې لکه د تیرو شلو کلونو په شان د هغوی په غاړه وي«افغان مجاهد ملت له خپل هيواد، ارزښتونو او آزادۍ څخه دفاع خپل روا حق ګني او ویاړ پرې کوي ، بناء هيڅوک باید غلطه محاسبه ونه کړي اود جنګ غوښتونکو کړیو فریب ونه خوري. »
د طالبانو دا اعلامیه داسې مهال راځي چې امریکایي چارواکي د دوحې تړون له ارزونې خبر ورکوي او تازه ددغه تړون پرضد د افغان چارواکو د څرګندونو په لړ کې نن یوځل بیا د اشرف غني د ملي امنیت سلاکار “حمدالله محب” پاروونکې څرګندونې وکړې او طالبان یې جګړو په تیاري نیولو تورن کړل

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button