د بایډن اداره کوم ښه غوراوی په لاس کې نه لري، هر یو یې د سیاسي ماتې په معنا دی: CNN

عزم (یکشنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۳۹۹): امریکايي سي این این ټلوېزون د جنوري په ۱۴مه لیکلي چې د جو بایډن اداره د افغانستان په اړه د خپلې وروستۍ پرېکړې کولو لپاره یوازې څو اوونۍ لري، او کوم ښه غوراوی یې په لاس کې نشته.

سي این این د بایډن د ادارې د دوو چارواکو له خولې لیکلي چې تېره جمعه د امریکا د امنیت شورا د افغانستان په اړه د خپلو ارشدو چارواکو غونډه راغوښتې وه څو د مخکې تګ لپاره نظرونه ترې واخلي.

د راپور له مخې، د بایډن اداره دوې موخې لري: لومړی دا چې د افغانستان جګړه مسؤلانه پایته ورسول شي او بل دا چې په افغانستان کې د داعش-ډوله-خلافت جوړېدو مخه ونیسي او یا پرېنږدي چې له دې ځایه پر امریکا باندې برید وشي.

د طالبانو او امریکا د تړون له مخې باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه د روان کال تر می میاشت پورې ووځي. راپور وايي اوس چې د ضرب الاجل پوره کېدل رانږدې شوي، د سپينې ماڼۍ غوراوي ښه نه ښکاري او یو تر بل بدتر دي: له هوکړې سره سم د ټولو عسکرو په وتلو سره به طالبان بریا اعلان کړي او د نورو ډلو بېرته راپورته کېدو ته به زمینه مساعده شي. په یو-طرفه ډول د عسکرو د ایستلو لړۍ درول به د طالبانو لخوا په جګړه کې شدت راولي. همداراز که د بایډن اداره له طالبانو سره د هوکړې په اړه له سره بیا مذاکرات پیلول وغواړي، بیا هم د جګړې د شدت وېره شته ځکه چې طالبان وايي د هوکړې په اړه بیا بحث ته تیار نه دي.

یوه امریکايي چارواکي سي این این ته ویلي، د امریکا استخباراتي ادارې اوس باور لري چې طالبان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر تقسیم اوقات بیا غور ته لېوالتیا نه لري.

سي این این لیکي، د امریکا امنیت شورا تېره اوونۍ د افغانستان په اړه د بېلابېلو ادارو ترمنځ غونډې جوړې کړې، خو د ناټو د راتلونکي کنفرانس او د عسکرو د ایستلو د ضرب الاجل رانږدېوالي نه دي پرېښي چې ټولې ادارې پر یوه خبره توافق وکړي.

راپور وايي، که څه هم سپينې ماڼۍ ته بېلابېلې نظریې وړاندې شوې، خو د ملي امنیت چارواکي تقریبًا اجماع ته رسېدلي چې کېدای شي هر موجود غوراوی د جدي خلکو له لوري په سیاسي ماتې تعبیر شي.

یوه چارواکي ویلي، سپینې ماڼۍ ګڼ شمېر معلوماتي او ښه اوډل شوي نظرونه ترلاسه کړي چې ټول سم دي، خو د بایډن د ادارې د پالیسۍ د موخو د لاسته راوړلو لپاره یوه واضحه تګلاره نه ده پکې ښوول شوې.

په راپور کې د یوې اروپايي ډيپلوماټیکي سرچینې له قوله ویل شوي چې د امریکا د ناټو متحدین، او په ځانګړي ډول المان، اندېښمن دي چې د بایډن اداره به د افغانستان په اړه څه پرېکړه وکړي. دا هېوادونه وايي چې له طالبانو سره د سولې بهیر له خنډ سره مخ دی، او د امریکا په وتلو سره به ناټو ځواکونه هم افغانستان پرېږدي.

سي این این وايي، ټاکل شوي چې د امریکا دفاع وزیر، لویډ آسټین، راتلونکې اوونۍ د ناټو د دفاع وزیرانو غونډې ته د انټرنیټ له لارې وینا وکړي. انګېرل کیږي چې په دې غونډه کې به د ناټو متحدین له آسټین د امریکا د پالیسۍ په اړه وضاحت وغواړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button