ناکامې هڅې او تکرار…!

د قطر په پلازمينه دوحه کې د اتلسو میاشتو اوږدو او کامیابو مذاکراتو وروسته د طالبانو او د امریکايي لوري ترمنځ د سولې تړون لاس لیک شو، له هغه راهسې افغان سولې ته د رسيدو لپاره امیدونه زیات شوي دي، خو د ځېنو خود غرضو، جاه طلبو او د واک پر ګدیو ناستو وکمنانو له لورې بار بار د سولې پروسی د سبوتاژ هڅه کېږي.
په لومړیو کې چې کله د طالب مرکچي او د امريکایي لوري ترمنځ خبرې روانې وې او دا هیله کیدله چې په نږدې راتلونکې کې به د دواړو لورو ترمنځ د سولې توافق نامه امضاء کېږي، د نورو ناکامو او بې پایلو هڅو تر څنګ د مفکر یو لیک افشاء شو چې د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ ته یې استولی وو، په لیک کې له ولسمشر ټرمپ نه غوښتل شوي وو چې دوي دي خپل عسکر له افغانستانه نه باسي یعنې خپل اشغال ته دي ادامه ورکړي او مونږ به خپل مصاریف راکم کړو، د اتلسو قسمو غوښو پر ځای به په اته قسمه غوښو ګوزاره وکړو! خو متحده ایالات دي خپل عسکر له افغانستانه نه باسې.!
ددغه لیک له افشاء کیدو وروسته د حاکمې کړۍ شومې ارادې د سولې پر وړاندې خلکو ته ښکاره او څرګنده شوې او د سولې پر وړاندې د خلکو انديښنې او تشویشونه زیات شول.
له هغې نه وروسته د سولې په اړه له تشویش او له نا هیلیو ډکې څرګندونې او عملا د سولې پر وړاندي خنډونه ایجادول د مفکر او د ټیم یې له شومو کړنو څخه دي.
په تیره بیا د مفکر هغه ټيم چې د سولې په تقدس هیڅ اعتماد او باور نه لري، بار بار جنګ طلبه، پارونکي او له نفرته ډک بیانونه یې هره ورځ ادامه لري، دوي په خپلو بیانونو سره د افغان ملت ارادې د سولې پر وړاندي کمزوري کول غواړي، خو نه! داسي نده دا ځل افغان ملت له څلويښتو کلنو اوږدې جګړې نه وروسته یوازې او یوازې په سوله اعتماد لري او بس، دا ځل به د هیچا شوم اهداف دلته پلي نه شي.
په تیره د امرالله صالح ټول بیانونه او خبري کانفرانسونه د سولې سره له حساسیته ډک او جنګ طلبه وي، که تاسو لاړ شی او د هغه بیانونه واورئ نو دا خبره به درته ښکاره معلومه شي چې نوموړی هیڅ د سولې طرفداره نه دی، هيڅ یوه خبره یې هم د سولې په اړه هیله بښوونکې نه ده او په یوه نه یوه طریقه سره د سولې روان بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ کول غواړي! خو دده دا اراده او شوم هدف به هيڅ کله پوره نه شې!
همدا شان د مفکر دوهم مرستیال دانش هم داسې خیال کوي چې افغانستان سل سلنه دده تر واک لاندي ده او په هره خبره کې د جنګ اخطارونه ورکوي، په داسې حال کې چې خپله د کابل په مرکز کې هم په ښکاره او په ډاډه زړه نه شي ګرځېدلی او د بهر وتلو پر مهال له لسهاوو زرهیداره او د تورو ښیښو واله موټرو په منځ کې پټ ګرځي!
همدا راز بیا د اشرف غني د ملي امنیت سلاکار محب هم سختو ګوت څنډنو ته کش ورکړی او د یو فلمي هیرو په شان هيڅ یوه خبره یې بې جنګه او بې توره نوي، په هر بیان کې د کره او با دلیله خبرو پر ځای یوازي بې منطقه او له حقایقو لري تورونه او ادعاوې کوي، نوموړی چونکه د عمر له پلوه کم عمره دی او وېنه یې په بدن کې لا توده ده او د افغانستان په اړه له سمو معلوماتو او له کره تجربو څخه برخمن نه دی، ځکه خو ځان ورته فلمې ستوری او هیرو ښکاري، خو دا نشه په افغانستان کې د هیچا لپاره دوامداره نده، هر کله چې د افغانستان او د افغان ملت په اړه له کره معلوماتو او حقایقو خبر شو نو خپله به یې لنډ مهاله نشه له سره والوزي.
که دوي په دې خبرو سره د سولې روان بهیر سبوتاژ کول غواړي، امریکا له خپلې ارادې(له افغانستانه د عسکرو ویستلو) څخه اړول غواړي، د امریکایې اشغال د دوام غوښتونکي وي او دا خیال کوي چې امریکا او متحدین به یې د تل لپاره په افغانستان کې وي، دا خیال یې سل سلنه غلط دی، ځکه چې امریکا او متحدین یې دلته نږدی شل کاله جنګیدلي دي او د جنګ دروند بیه یې پری کړی، چې په مقابل کې یې هیڅ ګټه نده تر لاسه کړی، نور نو هيڅ کله دا جنګ اوږدول نغواړي.

امریکا او متحدین یې فقط دوه انتخابونه په مخ کې لري او بس.
اول: داچې امریکا او متحدین یې د دوحې تړون مات کړي او بیرته یوه بله شل کلنه اوږده جګړه پیل کړي چې دا به نه امریکا ته ګټوره وي او نه هم د امریکا متحدینو ته، ځکه دلته د جنګ ستراتیژي ناکامه ده او د تیر په څېر به بیا هم افغان ملت بریالی او ګټونکی وي.
دوهم: داچې امریکا د خپلو متحدینو په ګډون د دوحې د تړون سره سم خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي او افغانان پریږدي چې په خپله خوښه یو دوامداره سوچه اسلامې نظام قایم کړي او دا هغه ارمان دی چې پوره کولو لپاره یې دلته زرګونه قربانۍ ورکړل شوي دي، چې اخيري کیدونکې خبره همدا ده! غني او د هغه ټیم دي هسې خپل وخت په عبثو خبرو او ناکامو هڅو نه ضایع کوي! امریکا تلونکې او وتونکې ده! دلته نور په هيڅ قیمت نه پاتي کېږي.

لیکوال: جواد عمري
۱۳۹۹/۱۱/۲۸

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button