کرېکټ: د زمبابوې پر وړاندې د راتلونکو دوو پنځه ورځنیو لوبو لپاره لوبډله اعلان شوه

عزم(شنبه، ۰۲، کب ۱۳۹۹): د افغانستان کرېکټ بورډ د زمبابوې پر وړاندې د راتلونکو دوو پنځه ورځنیو«ټېسټ» لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه.

په اعلان شوې لوبډله کې اصغر افغان لوبډلمشر، ابراهیم ځدراڼ، جاوېد احمدي، رحمت شاه زرمتی، حشمت الله شهیدي، افسر ځاځی، ناصر جمال، عبدالمالک، منیراحمد کاکړ، شاهدالله کمال، بهرشاه محبوب، راشدخان، امیر حمزه هوتک، فضل الحق فاروقي، سعیداحمد شېرزاد، سلیم ساپی، وفادار مومند، ضیاءالرحمن اکبر، یمین احمدزی اعلان شوي دي. په احتیاطي لوبغاړو کې ظاهر خان پکتین او عبدالواسع نوري شامل دي.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمنځ په راتلونکې مارچ میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربه‌توب دوې ټېسټ او درې شل اوریزې لوبې ترسره شي.

تېره اوونۍزمبابوې هم د راتلونکو دوو پنځه ورځنیو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړې وه.

افغان لوبډلې تراوسه څلور پنځه ورځنۍ لوبې کړي، چې دوه یې ګټلي او دوه یې بایللي دي.

د کرېکټ بورډ نوې اعلان شوې لوبډله تر ډېره د پنځه ورځنیو لوبو لپاره غوره لوبډله یادېږي؛ خو دا چې له زمبابوې به لوبې وګټي او که‌نه، دا به راتلونکی وخت ځواب کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button