ځينې اړیکې او د هغو پایله

ژباړه: عنایت الله خاموش
کیسه ده چې په پخوا وختونو کې یوه کاڼه کس غوښتل، ترڅو د خپل همسایه ناروغ پوښتنې ته لاړ شي. ده فکر وکړ چې، د دې لپاره چې هم ناروغ او هم که له ناروغ سره نور کسان وي، يې له کوڼ والي خبر نه شي؛ باید داسې پوښتنې مطرح کړي، چې د هغه په ځوابولو سره دی د ناروغ په وړاندې یو غبرګون وښيي. یعنې هغه اټکل کړای شي.
له ناروغ سره د خبرو اترو صحنه يې طرح کړه. او هغه داسې چې دا ډول صحنه يې جوړه کړه: ( زه له هغه څه پوښتم چې څنګه يې؟ هغه وايي ښه یم د الله تعالی رحمت دی. زه هم شکر باسم او بیا پوښتنه کوم چې څنګه جوړ شوې؟ هغه هم د درملو یا خوراک نوم اخلي دغه درمل مې وخوړل؛ کله چې دی دا خبره وکړي، زه وایم نوشجان دي شه او بیا پوښتنه ځينې کوم چې کوم ډاکټر ته ورغلې؟ هغه د ډاکټر نوم اخلي؛ زه وایم چې دا خو ډېر بختور ډاکټر دی او هر ناروغ چې ورغلی روغ شوی او په ټولنه کې يې خلک د یوه ماهر ډاکټر په توګه پېژني).
کاڼه پورته طرح جوړه او په همدې سوچ کې د خپل همسایه ناروغ پوښتنې ته ورغی. کله چې د هغه څنګ ته لاړ، ځينې ويې پوښتل: څنګه يې؟ خو ناروغ د ده د تمې خلاف ځواب ورکړ او ويې ویل: درد ډېر په تکلیف کړی یم. کاڼه وویل الحمدلله! بیا يې ترې وپوښتل: څه خورې؟ ناروغ وویل: زهر! وژونکي زهر! کاڼه وویل: دارو دي شه. کاڼه بیا وویل: کوم ډاکټر ته ورغلې؟ ناروغ وویل: عزرائيل ته! کاڼه وویل: دا خو ډېر ښه ډاکټر دی، چې هر څوک ورغلي ور سره روغ شوي.
څه شېبه همداسې غلی پاتې شو. په پای کې يې غوښتل لاړ شي. له ناروغ څخه يې اجازه وغوښته. ناروغ د دې په ځای چې د ده کور ودانی ووايي، هغه څه يې ورته وویل چې هیڅ کوربه يې و مېلمه ته ویلای نشي؛ خو د ده په بڼه کې هیڅ تغیر رانغی او د خپلې له مخکې جوړې شوې طرحي په اساس ځينې رخصت شو.
د پورته حکایت راوي وايي چې ډېری خلک له الله تعالی او خپل منځي اړیکه کې، داسې چلند کوي چې( که څه هم د ده په فکر غوره او د اړیکې د پیاوړي کېدا سبب کېږي)، ډېره بده اغېزه لري او د تمې خلاف پایله لري. نو پکار ده ترڅو په هغه اړیکو کې چې موږ يې له مقابل لورې سره ټينګوو، احتیاط وکړو او په هغه څه ښه ځان خبرو کړو چې مقابل لوری يې راته وايي، یا په ګوته کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button