بلخ او کاپیسا کې لسګونو عملیاتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

عزم(چهارشنبه،۶کب ۱۳۹۹): راپورونه وایي چې د بلخ په شولګره او چهاربولک او د کاپیسا په نجراب ولسوالیو کې هغو دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، چې غوښتل یې د طالبانو پر ضد عملیات تر سره کړي.

خبرزیاتوي، تیره شپه د کاپيسا ولایت نجراب ولسوالۍ د افغانیه درې اړوند نظام خیلو سیمه کې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتي قوې تعرضی بریدونه په شاه تمبول شوي او درنه مرګ ژوبله ور اوښتې ده.
دغه عملیاتي قوه له تیرې یوې اونۍ راپه دې خوا په پرلپسې توګه د هوایي او ځمکنیو بریدونو له لارې هڅه کوي، طالبان شاتګ ته اړ کړي او یاده دره ترې ونیسي، چې تر اوسه بریالي شوي نه دي.
طالبانو ادعا کړې چې د تیرې شپې نښتو کې یې د کمانډویانو په ګډون ۹ تنه عسکر وژلي او ۱۳ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
طالبانو بیګانۍ جګړه کې د خپلو څلورو تنو منسوبینو د مرګ ژوبلې خبر هم تائید کړی دی.
خو دولتي چارواکو په دې اړوند تر اوسه څه نه دي ویلي.

آخوا بیا راپورونه وایي چې تیره شپه د بلخ ولایت د شولګرې او چهاربولک ولسوالیو پر عملیاتي قواوو طالبانو درانه بریدونه کړي دي.
طالبانو ادعا کړې چې په چاودنو او بریدونو کې یې ۱۸ تنه عسکر وژلي ۴ نور یې ژوبل کړي او ۲ ټانګونه یې هم له منځه وړي دي.
تر اوسه دولتي چارواکو په دې تړاو کومه تبصره نه ده کړې.
شنونکي وایي، د کابل حکومت چارواکي په پرلپسې توګه هڅې کوي، د طالبانو تر واک لاندې سیمو باندې یرغلیز بریدونه وکړي، ترڅو هغوی ځوابي غبرګون ته اړ او نړیوالو ته وضعیت ترینګلی وښیي، چې په دغه برخه کې تر دې مهاله یوڅه بریالي شوي هم دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button