د ملي دفاع وزارت وزیر او لوی درستیز بهر ته تبعید شوي

عزم(چهارشنبه،۶کب ۱۳۹۹): د راپورونو له مخې، د حکومت یو شمیر مهم چارواکي یوځل بیا د رخصتیو، ناروغیو او نورو ستونزو په پلمه بهر ته تبعید شوي دي.
سرچینې وایي چې د ملي دفاع وزیر “اسدالله خالد” لا هم په امریکا کې دی او ویل کیږي، له ناوړه ناروغي څخه هم کړیږي.
د ارګ د باوري منابعو په حواله،  اشرف غني او نږدې کسان یې نه غواړي، نوموړی د بیا لپاره هیواد ته د دفاع د وزیر په توګه راستون شي او له همدې امله یې د هغه د ګوښه کیدو لپاره څو ځله ناکامې هڅې وکړې، خو د امریکایي سفارت د فشار له کبله لا هم ناروغ وزیر د وزارت له څوکۍ نه ده ګوښه شوی.

یوه بله سرچینه بیا وایي چې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز جنرال یاسین ضیاء  هم له ارګ سره د سختو اختلافاتو له امله اروپا ته تللی او له نامعلوم برخلیک سره مخ دی.
په داسې حال کې چې نن امریکایي چارواکو افغان لوري ته د شاوخوا ۶۰۰پوځي وسایطو د ورسپارلو مراسم دایر کړي وه، د ملي دفاع وزارت مرستیال دواړو مهمو چارواکو”خالد، جنرال ضیاء” ګډون نه درلوده او یواځې د لوجیستیک رئیس او د وزارت مرستیال “شاه محمود میاخیل” په کې برخه اخیستې وه.
تیرو میاشتو کې کابل ته د بهرنیو نظامي مشرانو د راتګ پرمهال هم، یاد دواړه چارواکي د ارګ په غونډو کې له ګډونه منع شوي وه.
د اشرف غني او عبدالله د کابینې د ویش پر اساس، ملي دفاع وزارت د ډاکټر غني په برخه رسیدلی او د کورنیو چارو وزارت بیا د عبدالله د ونډې ده؛ خو ویل کیږي چې ددواړو وزارتونو وزیران د امریکا له غوڅ ملاتړ برخمن دي او ارګ او سپیدار یې په لنډه موده کې له واکه د شړلو صلاحیت نه لري.

اشرف غني د خپلې تیرې واکمنۍ پرمهال جنرال دوستم هم ترکیې ته تبعید کړی وه، چې بیا یې هیواد ته د راتګ مخه نیوله؛ خو بالاخره یې د فشارونو په سیوري کې په خورا درناوي د هرکلي مراسم ورته ترتیب کړل او نوموړی “دوستم” هیواد ته راوستل شو.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button