غل او مجنون

یو غله د کوم مجنون له لاسه د پیسو او مهمو اسنادو بکسه وتښتوله او په خپل هدف کې بریالی شو؛ خو مجنون هیڅ له خپل ځایه ورپسې و نه خوځېده او نېغ هدیرې ته لاړ، د یو قبر خوا کې کېناست.
خلکو چې دا پېښه ولیدله؛ ترې ویې پوښتل: مجنونه! غله ستا د پیسو بکسه وتښتوله او ته لا ناست یې؟
مجنون ورته وویل: هغه به ضرور یوه ورځ دلته راځي!
له دې خبرې اوریدلو وروسته خلکو لمړی وخندل او بېا یې مخونه مړاوي شول“
له اردو نه ژباړه: سمسور

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: