د مالي زیانونو اړولوترڅنګ؛ دولتي ځواکونو تیرو دو اونیو کې تر ۳۵تنه ملکي هیوادوال شهیدان کړي

عزم(شنبه،۹کب ۱۳۹۹): طالبانو په یوه خبرپاڼه کې دکابل حکومت لخوا د تیرو دو اونیو بریدونو ته کتنه کړې چې په وینا یې، دغه موده کې ددولتي ځواکونو لخوا د ملکي تلفاتو ګراف په بېسارې توګه لوړ وه.
طالبانو ویلي، په تیرو دوه اونیو کې د کابل حکومت عسکرو د خپلو بهرنیو حمایت کونکو په ملاتړ، د هیواد په ۲۴ ولایتونو کې په ملکي خلکو ۴۳ لوی او واړه بریدونه او بمبارۍ ترسره کړې چې په ترڅ کې یې ۳۵ تنه ملکي هیوادوال شهیدان او ۴۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي،پر ملکي وګړو دغه هدفي بریدونه په (هرات، پکتیا، ارزګان، میدان وردګو، بلخ، کندز، کنړ، غور، لوګر، خوست، کاپیسا، ننګرهار، غزني، دایکندي، بدخشان، کندهار، زابل، فراه، هلمند، بغلان، کابل، تخار، بادغیس او سرپل) ولایتونو کې ترسره شوي چې د وژل شویو او ټپیانو ترڅنګ په کې، ۲۸ تنه نور بیګناه وګړي له خپلو کورونو څخه نیول شوي او بندیان شوي دي.

خبرپاڼه وایي چې تیرو ۱۴ورځو کې ددولتي ځواکونو عملیاتو کې دغه راز ۳ بابه جوماتونه، ۱ باب کلینیک، ۵۴ بابه د ملکي خلکو کورونه او ۱۷ بابه دوکانونه هم بمبار شوي دي.
ددې ترڅنګ د ملکي خلکو ۷ عرادې وسائط او ۴۰ رأسه مواشي هم دولت پلوو ځواکونو له منځه وړي دي.
طالبانو دا بریدونه په سختو ټکو غندلي او له نړیوالو بشرپالو ادارو څخه یې غوښتي چې د یادو ظلمونو په وړاندې غبرګون وښيي او په مخنیوي کې يې خپل مکلفیت ادا کړي.
تر دې مهاله د کابل چارواکو په دې هکله کوم غبرګون نه دی خپور کړی.
د دولتي ځواکونو تازه مظالم داسې مهال رسنیز کیږي چې په ورته وخت کې نن ورځ د حکومت لخوا د “حوت نهمه” د سرتیري ورځ ولمانځل شوه او دولتي چارواکو او بهرنیانو د طالبانو پر وړاندې د خپلو عسکرو جګړییز ماموریت وستایه.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button