ملا برادر اخند:د اسلامي نظام تر سیوري لاندې دثبات او سولې د ټینګیدو لپاره ښه فرصت رامنځته شوی

عزم(یکشنبه،۱۰کب ۱۳۹۹): د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخند په یوه غږیز پیغام کې د دوحې تړون په هکله خپل پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې « که همدا تاریخي توافقنامه په بشپړ ډول عملي سي په افغانستان کې به د ولس د ارمانونو سره سم اسلامي نظام قائم، بي ثباتي به ختمه او یوه تلپاتې سوله به تامين سي.»

ملا برادر اخند دغې توافقنامې ته له خپله لوري د بشپړې ژمنتیا خبر ورکړی او له مقابل لوري یې هم د ورته عمل غوښتنه کړې ده.
دغه طالب مشر پر نړیوالو غږ کړی چې امریکایي لوری د توافقنامې په تړاو خپلو مسؤلیتونو ته وهڅوي «په داسې حال کې چې دا توافقنامه د قطر هیواد په پلازمینې دوحه کې د ملګرو ملتونو د استازو په شمول د زیات شمیر نړیوالو ناظرینو په مخ کې لاسلیک شوه؛ د عملي کیدو په اړه یې همدا نړیوال ناظرین هم یو ډول مکلفیت لري چې باید مقابل لوری خپلو مسؤلیتونو او تعهداتو ته متوجه کړي»

د طالبانو مرستیال مشر ویلي چې د یادې توافقنامې تر لاسلیک وروسته په افغانستان کې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې دثبات او سولې د ټینګیدو لپاره ښه فرصت رامنځته شوی او په وینا یې چې «که د توافقنامې دواړه لوري په خپل وخت له دې فرصت څخه استفاده وکړي تمه ده چې مثبتې پایلې به ولري»

ملا برادر اخند د بمباریو او جګړییزو عملیاتو زیاتوالی او د سوله ضد کړیو لخوا د وضعیت د خرابوالي په موخه د هدفي وژنو د لړۍ پراختیا هغه بهانې بللې چې په وینا یې«دوی غواړي په دې توګه وضعیت کړکچین وښيي، او د هېواد د اشغال او جګړې د دوام لپاره بهانې جوړې کړي. »

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: