بادغیس:له بالامرغاب ولسوالۍ نه د دولتي عسکرو وروستۍ قرارګاه هم ورټوله شوې/انځوریز

عزم(دوشنبه،۱۱کب ۱۳۹۹): د ملي دفاع وزارت وایي چې د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ څخه یې خپل وروستی ټغر هم ورټول کړی او هغه لسګونه پرسونل چې د یادې ولسوالۍ په یوه لرې پرته سیمه کې یې په یوه ستره قرارګاه کې ځای پرځای کړي وه، له سیمې ایستلي دي.

وزارت ددغې قرارګاه د تخلیه کیدو لامل، هلته د اکمالاتو رسیدنه کې ستونزه یاده کړې چې په وینا یې، د لارو د بندیدو او د تګ راتګ مخ کې د مشکلاتو له امله یې دا پریکړه کړې او د قرارګاه امنیتي پرسونل یې د ولسوالۍ له حدودو بهر سیمه کې میشت کړي دي.
سیمه ییزې سرچینې وایي چې دغه قرارګاه تیره شپه د الوتکو په مټ تخلیه شوې او عسکرو خپل ډیری مهمات او توکي سوځولي دي.
د یادونې وړ ده چې د بادغیس د بالامرغاب ولسوالۍ مرکز له کلونو راهیسې د طالبانو په واک کې ده او حکومت خپل لسګونه عسکر د ولسوالۍ په یوه لرې پرته سیمه کې ځای پرځای کړي وه چې ترپایه تر سختې محاصرې لاندې وه.
له سیمې ددې قرارګاه په وتلو سره د یادې ولسوالۍ ټولې سیمې په بشپړ ډول د طالبانو تر کنترول لاندې راغلې.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button